تاميلي پړانگانو په سري لنکا کې هوايي بريد تر سره کړ
۱۳۸۶ فروردین ۶, دوشنبهاعلان
لږ تر لږه درې تنه عسکر ووژل شول او شپاړس تنه ژوبل شوي هم دي. د هوايي ډگر ملکي برخې ته زيان نه دی رسېدلی، خو بيا هم د حکومت لخوا وتړل شو. څه موده وړاندې حکومتي ځواکونو د نوموړي هېواد په شمال او شرق کې د ياغيانو په پوستو او پټنځايونو باندې هوايي ډزې کړې وې. د سري لنکا د پلازمېنې د هوايي ډگر بمباري د ياغيانو په غبرگون کې وشوه. تاميلي پړانگانو د نورو هوايي بريدونو گواښ کړی دی.