تاجکستان ۱۵ زره بنديان ازادوي
۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبهد خپلواکي ورځ د سپتمبر د مياشتي ۹ نيټه ده چي تاجکستان به يې ۲۰ کاليزه و لمانځي.
د امام علي د دفتر په حواله ۴۰۰۰ زندانيان به خوشي سي او د نورو د بند په موده کي به کموالی راسي. دغه راز به دهغو کسان دوسيې هم وتړل سي، چي تر څېړنو لاندي دي.
د دغي مسودې پراساس به هغه زندانيانو ته د بخښني اعلان وسي، چي د خپل بند دريمه برخه يې په زندان کي تيره کړې وي او هغه ښځي او نارينه چي عمر يي تر ۵۵ کالو ډير وي او يا هغه زندانيان چي د سرطان او نري رنځ په ناروغيو اخته وي ازاد سي.
د غه خبر پاڼه زياتوي چي دغه قانون پر هغو بنسټ پالو، چي د مذهبي ډلو سره تړاو لري هم عملي کيږي. په هغه صورت کي چي د خپل بند ۷۵ سلنه يي تيره کړې وي.
خو د ياغيانو مشران پر چا چي د قتل، ترهګري، جاسوسۍ او داسي نورو جنايي جرمونو کي يې لاس درلودی ددې بخښني څخه محروم دي.
پر دې سربيره به د بخښني دغه قانون پر هغو خلکو هم عملي سي، چي د ۱۹۹۰م لسيزه کي يې په پوځي ياغيتوب کي ونډه اخيستي وه، خو په دې شرط چي، د خپل بند ۷۵ سلنه يي په بند کي تيره کړې وي.
تاجکستان د مرکزي آسيا تر ټولوغريب هيواد دی او د افغانستان سره ۱۳۴۰ کيلوميتره نا امنه ګډه پوله لري.
د شوروي اتحاد تر ړنګيدو وروسته په ۱۹۹۰کال کي په تاجکستان کي کورنۍ جګړه پيل سوه او تر ۱۹۹۷ م کال پوري يې دوام وکړ، چي تر۱۵۰۰۰۰ زياتو انسانانو خپل ژوند پکښي له لاسه ورکړ، او په ۱۹۹۷ م کال کي د سولي د يو تړون له لاري په دغه هيواد کي کورنۍ جګړې ته د پاي ټکي کښېښودل سو.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل