تاجکستان: د افغانستان سره پر پوله وضع ارامه ده
۱۳۸۹ آبان ۱۶, یکشنبهد تاجکستان د سرحدي ځواکونو وياند خوشنود رحمت الله يف ويلي چي افغان امنيتي ځواکونه د خپل هيواد په شمال کي د طالبانو پر ضد د تصفوي عملياتو په ترځ کي تاجکي ځواکونو ته خبر ورکړی چي د عملياتو پر مهال کيدای سي د سرحد څخه د تيريدو هڅي وسي. خو تر اوسه پوري داسي څه نه دي ليدل سوي چي چا دي د تيريدو هڅه کړې وي.
دا په داسي حال کي ده چي تيره اونۍ د افغانستان په شمال کي د ۳۰۳ زون د پوليسو قوماندان ويلي ول چي د تصفيوي عملياتو پر مهال يو شمېر طالبان د تاجکستان هيواد پولو ته اوښتي دي.
د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د وياند په خبره وروسته تر هغه چي د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د عملياتو خبر ورکړل سو، دوی هم سمدلاسه پولي ته يوشمېر نور سرحدي ځواکونه ولېږل تر څو د هغو سيمو څخه چي کيدای سي څوک تر سرحد تير سي پولي نوري هم ټنگي کړي.
د پخواني شوروي اتحاد د هيوادونو په ډله کي تاجکستان د افغانستان سره تر ټولو اوږده پوله لري چي تقريباً ۱۳۴۴ کيلومتره ته رسيږي.
د روان کال په اوږدو کي دوه ځله تاجکي ځواکونو خبر ورکړی چي د افغانستان څخه تاجکستان ته يو شمېر قاچاق وړونکو او وسلوالو ډلو د تيريدو تلاښونه وکړل خو بيرته د سرحدي ځواکونو لخوا د افغانستان خواته د تښتېدو مجبوره سول.
د تاجکي سرحدي ځواکونو په خبره د سپتمبر په مياشت کي په القاعدې، طالبانو او د ازبکستان په اسلامي تحريک پوري تړلو د سرحد څخه د تيريدو هڅه وکړه چي په تريځ کي يې ۷ تنه ووژل سول او نور يې بيرته د افغانستان خوا ته په تېښته بريالي سول.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی