1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې چلونکي موټر به ډير ژر پر لویو لارو وازمویل شي

آزانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبه

د آلمان د موټر جوړولو صنعت وايي چې په څو کلونو کې به د «بی موټروانه» موټرو د پلورلو له درکه په ميلیاردو پیسي وگټي. د فولکس واگن د موټر جوړلو شرکت رئیس وینترکورن د یو «دیجتالي انقلاب» خبره کوي.

https://p.dw.com/p/1G4rr
د مرسیدس بنز د بې چلونکي یا بې موټروان د موټر داخلي برخه
د مرسیدس بنز د بې چلونکي یا بې موټروان د موټر داخلي برخهانځور: media.daimler.com

د فولکس واگن د موټر جوړولو د شرکت رئیس، مارتین وینترکورن آلماني ورځپانې «ولت ام زونتگ» ته په یوه مرکه کې وویل چې «یواځې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په اروپا کې څه ناڅه ۹۰ ملیونه په اصطلاح «کونیکتید کارز» یا « ارتباطي موټر» وپلورل شی. «کونیکتید کارز» یا «ارتباطي موټر» هغو موټر ته ویل کیږي چې له انترنتي اړیکو او اکثره «WLAN» سره سمبال شوي وي. دا ډول تجهیزات موټر ته دا امکان ورکوي چې انترنتي اړیکې له نورو وسایلو سره شریک کړي. داسی موټر په هغو وسایلو سمبال کیږي چې موټر چلونکی ته ډيرې آسانتیا برابروي . د بیلگې په توگه د تصادم په وخت کې، یا د سرعت د زیاتیدو په صورت کې مخکی له مخکی خبرداري ورکول کیږي.

د اروپا د موټر جوړولو د دغه نامتو شرکت، نوموړي رئیس یادونه وکړه چې دا د موټرو په صنعت کې یو « دیجتالي انقلاب» دی. دغه راز د فولکس واگن د «کونتي» نومي د موټر پلورلو د شرکت رئیس، المار دیگنهارت له دې صنعتی پرمختگ سره د موټرو پلورلو د یو ستر ظرفیت خبره کوي : « یواځي په اتوماتیک توگه د موټر چلیدو لپاره د اړینو Sensors له درکه به تر ۲۰۲۰ کال پورې شل ملیارد ایرو تر لاسه شي»

د آلمان د دویسبورگ - ایسن په پوهنتون کې د «اتوماتیک څیړنو په مرکز» (CAR) کې کارپوهان په دی نظر دي چې ښايی تر ۲۰۲۰ کال پوری د هغو موټرو چې په اصطلا ح پر « مرستیالو وسیالو» یا (Assistents) مجهز کیږي او قسما اتوماتیک سیستمونه به ولري، دپلورلو له درکه به د موټرو صنعت تر ۵۵ ملیارد ایرو عاید تر لاسه کړي. د هغوی د محاسبی له مخې تر ۲۰۳۰ کال پوری به دا عاید تر ۳۰۰ ملیارد ایرو پوری ورسیږي.

«د ودې په حال کې ماشینونه»

د «اودي» د شرکت بې موتروان موتر نمونه
د «اودي» د شرکت بې موتروان موتر نمونهانځور: picture-alliance/dpa/J. Fets/Audi AG

د CAR نومې تحقیقاتی مرکز مشر، فردیناند دودنهیوفر وویل: « په اتوماتیک توگه موټرچلیدل د ماشینونو د ودی د څانگې د راتلونکو ۱۵ کلونو کې جوړوي. د آلماني ورځپانې « ولت ام زونتگ» د پوښتونو په ځواب کې کارپوهانو وویل:« په لومړي سر کې په خپل سر روان موټر یا «بې موټروان »موټر به د لویو لارو یا «موتر وې» چې په آلماني ورته «اتوبان» وايي، لپاره جوړ شي. د موټر پلورلو د شرکت «کانتي» مشر، دیگنهارت نوموړی ورځپانې ته وویل :« د ښارونو د سړکونو په پرتله اوتوبانونه یا لوې لارې په لومړي سر کې په آسانې سر د بې موټروان موتر چلولو لپاره چمتو کیدای شي.» نوموړی اټکل کوی چی تر ۲۰۲۰ کال پورې به په «اوتوبانونو کې بشپړ اتوماتیک موټر چلونه پیل شي.»

د دایملر د شرکت رئیس، ولفگانگ برنهارد د «فرانکفورتر الگیماننن زونتگ» ورځپانې ته وویل چې د هغه شرکت غواړي همدا سږ کال د آلمان په «اوتوبانونو» کې د هغو لاریو د چلیدو آزموینه پیل کړي چې بې «موټروان» چلیږي. برنهارد وویل چې په راتلونکو دوه دری کلونو کې به د قسما اتوماتیکو لارې جوړولو لړې پیل شی او بازار ته به عرضه کړای شي.