تروريزم
بې پیلوټه الوتکې په پاکستان کې د حقاني شبکې یو قوماندان وژلی
۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سهشنبهاعلان
یوه امنیتي چارواکي ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې په هنګو ښار کې پر یوه کور باندې دوه توغندي توغولي دي. دې چارواکي زیاته کړې ده چې دغه کور د حقاني شبکې د قوماندان ابوبکر له خوا د یوه پټنځای په توګه کارول کیده.
د پولیسو یوه بل افسر ویلي دي چې په برید کې له ابوبکر پرته بل څوک نه دي وژل شوي.
د بې پیلوټه الوتکې دغه برید تر هغه وروسته ترسره کیږي چې په کابل کې یوه برید تر ۱۵۰ ډیر کسان ووژل. برید په سلهاو تنه نور افغانان ټپیان هم کړل.
د افغانستان استخباراتي سازمان د دې برید پړه پر حقاني شبکې باندې واچوله خو پخپله حقاني شبکې بیا ویلي دي چې په پیښه کې لاس نه لري. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د بې پیلوټه الوتکې دغه برید د کابل له پیښې سره تړاو لري او که نه.