1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بې پيلوټه الوتکي ۱۷ تنه شکمن ياغيان ووژل»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۲, چهارشنبه

د امریکا د بې پلوټه الوتکي یوه برید د پاکستان په میران شاه کې نزدې ۱۷ شکمن یاغیان وژلي دي. ویل کیږي چې وژل شوي کسان په حقاني شبکې پورې اړه لرله. د پاکستان حکومت دغه برید غندلی دی.

https://p.dw.com/p/1918B
HANDOUT - A U.S. Air Force MQ-1 Predator unmanned aerial vehicle assigned to the California Air National Guard's 163rd Reconnaissance Wing flies near the Southern California Logistics Airport in Victorville, Calif., Jan. 7, 2012. (U.S. Air Force photo by Tech. Sgt. Effrain Lopez/Released (zu dpa Obama erlässt strenge Richtlinien für Drohnenschläge) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Drohne vom Typ MQ-1 Predator beim Landeanflugانځور: picture-alliance/dpa

پاکستاني امنیتي چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د چهارشنبې د ورځې (۲۰۱۳کال د جولای ۳) په برید کې د وژل شویو کسانو په ډله کې پاکستاني او افغان شکمن یاغیان شامل دي. لا تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې په دغه برید کي د حقاني شبکې کوم لوړپوړی قوماندان هم وژل شوی دی، که نه.

ویل شوي دي چې د برید په ترڅ کې بې پیلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان په میران شاه کې د یاغیانو پر یوه مرکز باندي څلور توغندي وتوغول. د راپورونو په حواله دغه برید د میران شاه پر اصلي بازار باندي ترسره شوی دی. د چارواکو په خبره بې پیلوټه الوتکې تر برید مخکې څو ساعته د میران شاه پر بازار باندې پرواز کاوه.

په شمالي وزیرستان کې یوه میشت پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۷ تنو ته رسیدلی دی.» تر دې مخکې چارواکو د وژل شویو کسانو شمیر یوازي څلور تنه ښوولی وو.

پاکستاني استخباراتي چارواکو هم د مرګ ژوبلې دغه کچه منلې ده او ویلي یې دي چې تر برید لاندي راغلی مرکز په حقاني شبکې پورې اړه لري. پر دغي شبکې باندې په افغانستان کې د امریکايي او افغان هدفونو پر ضد د ترسره شویو ډیرو بریدونو پړه اچول کیږي.

د چهار شنبې ورځې برید د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر میاشتې تر۱۱ نیټي وروسته، د بې پیلوټه الوتکې تر ټولو پیاوړی برید دی. د اکتوبر میاشتي په برید کې ۱۸ یاغیان وژل شوي ول

له بلې خوا د پاکستان حکومت په میران شاه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې پر برید باندې نیوکه کړې ده او هغه یې پر خپل ملي حاکمیت باندي تیری ګڼلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د پاکستان حکومت تل ویلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه مؤثر نه دي، د ملکي وګړو ژوند اخلي او بشري حقونه پای مالوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالات د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې یوه ډیره موثره وسیله گڼي او وایي چې کارولو ته به یې دوام ورکړي.