بې خوبي پر ویښ حالت څه اغیزه لري؟
د آلمان په نورد راين وېستفالن ايالت کي د بې خوبۍ په تړاو تحقيقاتو ډيري په زړه پوري پايلي ورکړي دي. راپور يې دلته وګورئ:
هغه تحقیقات چي د جرمني د نوردراین ویستفالن ایالت د یولیش په پوهنتون کي تر سره سوي دي، په زړه پوري نتایج یې ورکړي دي.
ډیری کسان ارام خوب نه لري او د گډوډ خوب څخه په عذاب وي. دغه ډول خلک بیا په ویښه کي معمولأ ډیر خسته وي او نه سي کولای خپل فکر په ښه ډول سره پریوه موضوع باندي متمرکز کړي.
کومو کسانو چي په دغو تحقیقاتو کي برخه اخیستې وه، د ۵۲ ساعتو دپاره د خوب څخه محروم سوي وه، تر څو د مشخصو تجربو دپاره لازم شرایط برابر سي.
په دغو ۵۲ ساعتونو کي باید گډون کونکو متفاوت فکري فعالیتونه سرته رسولي وای. د مثال په ډول کلمات او اصطلاحات یې پیاد کړي وای او یا یې د ریاضي سوالو ته جوابونه ورکړي وای.
کارپوهان ددغو تجربو پرمهال متوجه سول، چي گډون کونکي د خپل ځانو څخه متفاوت عکس العملونه ښکاره کوي: په داسي حال کي چي بې خوبۍ ځیني کسان دذهني لحاضه کاملأ فلج کړي وه او د سوالو په مقابل کي حتی څو دقیقې چوپ او حیران پاتیدله ، نورو بیا کاملأ د خپلي عادي توانايي سره سم سوالو ته جوابونه ویله.
الماني څيړونکي دې نتیجې ته ورسیدل ،چي ځيني کسان په بې خوبۍ او لږ خوب سره هم کولای سي خپل عادي ژوند پرمخ بوزي . تر ۵۲ ساعتو بې خوبۍ وروسته د گډون کونکو مغزي او عصبي فعالیتونه د توموگرافي په یوې خاصي الې سره اندازه گیري سول او تر هغه وروسته یې اجازه درلوده، چي د ۲۴ ساعتو دپاره بیده سي.
په دغي اندازه گیرۍ سره کارپوهانو غوښتل ،چي په مغزو کي مالیکولي تغیرات معلوم کړي. هغوی متوجه سول، چي د ادنوزین ځیني آخذې اضافه سوي دي. ادنوزینونه فاسفوري ترکیبات دي، چي په حجرو کي د انرژۍ د انتقال وظیفه پرغاړه لري.
آخذې (Rezeptor) د حجرو پرشاوخوا قرار لري اود حجرې په دننه کي ادنوزینو ته سیگنالونه لیږي. ددغو زیگنالو په رسیدو سره انسان خوب ته ضرورت پیدا کوي.
متخصیصینو دمخه هم گمان کاوه چي ادنوزینونه د انسانانو د خستگۍ یوازنئ دلیل نه دی او اوس تر نوو تحقیقاتو وروسته هغوی ته په اثبات ورسیده، چي د آخذو اضافه کیدل ډیر مهم رول بازي کوي او د خستگۍ تر رامنځته کیدو وروسته بدن خوب ته کشوي. آخذې د کوفیئنو غوندي پر خوب باندي منفي او مثبت تأثیر لري. په همدې دلیل د آخذو دتعداد اضافه کیدل ځیني خلگ ډیرخسته کوي او بې خوبي او يا لږ خوب ورباندی سخته منفي اغیزه لري.
د الماني څیړونکو دغه کشف کیدلای سي د هغو کسانو د علاج سره کومک وکړي، چي په روحي ناروغیو یا ډیپریشن باندي اخته وی. د روحي ناروغانو وضعیت په حجرو کي د ادنوزینو او آخذو د تعادل سره مستقیم ارتباط لري. ددغو دوو فکټورونو په تنظیمیدو سره (دمشخصو داروو درمل په مرسته) کیدای سي د روحي ناروغانو او په ډیپریشن اخته کسانو سره هم کومک وسي.
د نړۍ په زياتو برخو کي د غرمې خوب يو زوړ دود دی. خو په اقتصادي توګه په پرمختللو زياتو هيوادونو کي د غرمې خوب ته وخت نه را ايستل کيږي. کارپوهان وايي چي د غرمې پر وخت د ۲۰ او ۳۰ دقيقو تر منځ خوب د انسان د کاري او دماغي وړتيا د بهتره کېدو تر څنګ په عمومي توګه د روغتيا له پاره زښت ګټور دی.