بې ثباته پاکستان د ټوله سيمي لپاره خطرناک دی
۱۳۸۷ مهر ۴, پنجشنبهاو د قربانيانو خپلوانو ته يې تسليت ويلي دي. په پارلمان کي د مسيحي ديموکرات ګوند د بهرنيو چارو سياستوال ايکرهارد فون کليدن په دی اړه څرګنده کړيده:
«د پاکستان د حکومتي ودانيو په منځکي پراته هوټل ماريوت باندي ګوذار تروريزم اوس د پاکستان د قدرت مرکز ته هم رسيدلي دي. زورلاری اسلامي ډلي پدي ډول ښيي چي په ټول هغه هيواد کي ګوذارونه کولاي شي، چي دا نو د هغه هيواد نظم او نازکی وضعي باندی لاسخت ګوذاردي.»
ډيريو وينا کونکو په ټينګار سره ويلي دي چي بي ثباته پاکستان د ټولې سيمي لپاره خطرناک دي. نو د پاکستان نوي حکومت بايد دهغه له پخواني حکومت څخه زياتره د ترور په وړاندي اقدام وکړي او پدي برخه کي له جديت څخه کارواخلي. سربيره پردي بايدامريکايان د پاکستان په خاوره کي د ځينو هدفونو له ويشتلو څخه چي له خپلو ملګرو سره يي مشوره نوی پري کړي، صرفنظر وکړي. د شنو د ګوند وکيل پدي اړه زياته کړيده، چي دا نه يوازي د بين الدول د حقوقو په خلاف ده، بلکه سرچپه نتيجه هم لری.
دا اقدام د پاکستان مرکزي حکومت کمزوری کوي او د پاکستان د حکومت په اقتدار باندي د خلکو باور لږوي. دا د زورلارو په ګټه کار دي او د ټولي سيمي حالاتو ته تاوان رسوي.
د حکومت مخالف ګوند په انتقاد سره ويلي دي چی د المان حکومت پاکستان ته چي 170 مليونه وګړي لري او يو سيمه ايز اتمي قدرت دی، تر اوسه په کافي اندازه پاملرنه نده کړي. د آزاد ديموکرات ګوند وکيلي څرګنده کړيده چي، د مثال په ډول المان د پاکستان د ښوني او روزني د نظام په وده کي مرسته کولای شي. او د شنو د ګوند وکيلي اوته کوژي ويلي دي چي:
« که پاکستان ثبات ونلری، افغانستان هم ثٍبات نشي لرلي. او په هغه صورت کي د بيا رغوني کار چي مونږ يي هلته کوو، هم په ناکامۍ محکوم دي. او دا د ډار وړ ده، چي سړي ويني چي مونږ په لويديز کي د دي لانجي د حل لپاره څومره لږ وسايل په لاس کي لرو.»
دې انتقاد ته د المان د بهرنيو چارو په وزارت کي د دولت مشاور وزيرګرنوت ارلرGernot Erler چي د سوسيال ديموکرات د ګوند غړی دي وويل: د المان حکومت د اتو مهمو صنعتي هيوادونو، د پاکستان له ټولو ګاونډيو سره د غونډي د کولو پلوي کوي. خو اروپايي ټولنه بايد لازيات دې مسلي ته پام وکړي. ارلر زياته کړيده چي:
«اروپايي ټولني تر اوسه په پاکستان کي په کافي اندازه حضور نه درلوده. د اروپايي ټولني په منځ کي د پاکستان په اړوند سياست ته زياته پاملرنه وشي. داسی سياست چی د مهم سيمه ايز قدرت په حيث د پاکستان له موقعيت سره سمون ولری. د المان حکومت دی کارته چمتو دي ».