«بېل سوي طالب مشر د بېرته يوځای کېدو وړانديز کړی»
۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبهد افغانستان د وسله والو طالبانو لوړپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۳۱مه نېټه) ويلي چي يو بېل سوي مشر د بېرته ورسره يوځای کېدو وړانديز کړی دی. ويل سوي چي دغه مشر وړانديز کړی چي د طالبانو تر منځ د اختلافاتو د کمولو په ترڅ کي مرسته وکړي تر څو طالبانو د افغان حکومت سره د ممکنه خبرو اترو په ترڅ کي قوي دريځ ولري.
دغه مشر چي د طالبانو سره د بېرته يوځای کېدو او د داخلي اختلافاتو د له منځه وړلو په ترڅ کي د کومک کولو وړانديز يې کړی دی، مُلا عبدالقيوم ذاکر بلل سوی دی. مُلا ذاکر چي تر ۲۰۱۴ کال پوري د طالبانو د نظامي کميسيون رئيس ؤ، په هکله يې هغه وخت راپورونه ورکول سول چي د روغتيايي لاملونو له کبله يې استعفی کړې ده. خو طالبانو هغه وخت ويلي ول چي نوموړی لا د رهبرۍ د شورا غړی پاته دی.
کله چي د ملا محمد عمر د مړيني وروسته مُلا اختر منصور د هغه پر ځای د طالبانو مشر وټاکل سو، نو مُلا عبدالقيوم ذاکر له دغه انتخاب سره مخالفت وکړ او له طالبانو څخه بېل سو.
د طالبانو د واکمنۍ پر وخت د بهرنيو چارو وزير محمد غوث او د رهبرۍ د شورا غړي مُلا ګل رحمن سليم اوس ويلي دي چي مُلا ذاکر د مُلا اختر منصور د بيعت کولو وړانديز کړی دی. دا په داسي حال کي چي مُلا اختر منصور دغه مياشت په يوه اعلاميه کي پر ټولو طالبانو د متحد کېدو ږغ کړی ؤ.