1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېلتون غوښتونکي د«ځانگړي موقف» غوښتنه کوي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۷, دوشنبه

د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بېلتون غوښتونکي د ځانگړي موقف غوښتنه کوي. هغوی تر خپل کنترول لاندي سیمو له پاره نوري غوښتنې لري. دا هغه غوښتني دي چې د مېنسک په تړون کې بېلتون غوښتونکو وړاندي کړې نه وې.

https://p.dw.com/p/1D8XX
انځور: Reuters

د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د معلوماتو له مخې د اوکراین د تماس په نوم ډله به په روانه اوونۍ کې د اوکراین په ختیځ کې د هغو سیمو په اړه چې د بېلتون غوښتونکو له خوا کنترولیږي، د «ځانگړي موقف» په هکله سلا مشورې وشي.

الکساندر سخارچینکو، چې ځان د دنيڅک د ولسي جمهوریت صدراعظم بولي د روسيې له «کومیرسانت» راډیو سره په خبرو کې ویلي دي چې د سپیني روسیې په پلازمېنه مېنسک کې به د دغو سیمو د «ځانگړي موقف» په هکله خبري اتري وشي: «که چیري دا نه ومنل شي، نو د [مېنسک] تفاهم پروتوکول به هیڅ ارزښت و نه لري.»

سخارچینکو ویلي دي چې دی غواړي د مېنسک په تړون کې یو عنصر وراضافه کړي. په عین وخت کې هغه دا خبره هم په ډاگه کړې ده چې دی کومه غوښتنه لري، هغه ویلي دي: «په عاجل ډول باید زموږ خپلواکي په رسمیت وپیژندل شي.» سخارچینکو وړاندي ویلي دي: «کله چې موږ خپلواک اوسو، نو روسیه به زموږ مهم شریک وي.»

د کریمیا په شان ټولپوښتنه؟

خو د اوکراین حکومت د بېلتون یا جلا کیدو خبره ردوي. د بېلتون غوښتونکو یوه مشر پاويل گوباريف، ویلي دي چې دوی د اوکراین په ختیځ کې د خپل هیواد (نوي روسیې) د جوړولو له پلانونو څخه لاس نه دی اخیستی. هغه د اوکراین په دولتي تشکیلاتو کې د پاتېدو په هکله په رسمي توگه د یوې ټولپوښتني د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې ده: «دا د سولي یوازنی ریښتنی پلان دی. موږ له لوگانسک څخه تر ادیسه پوري د یوې نوي روسیې له پاره مبارزه کوو.»

د سپیني روسیې په پلازمېنه مېنسک کې د تیري جمعې په ورځ د روسیې، اوکراین، اوکرایني یاغیانو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان(OSCE) د استازو تر منځ یو تړون لاسلیک شو. په اصطلاح د اوکراین د تماس په نوم ډله د یوه اوربند د رامنځ ته کولو، د بندیانو د تبادلې او د بشري مرستو پر سر هوکړي ته رسیدلې وه. خو په دغه تړون کې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو د پاخه سنگر د ځانگړي موقف په هکله اساسي معلومات نه وو په ډاگه شوي.

له بروکسل څخه د هوسایې زېگنال

په عین وخت کې د اروپایي ټولني د شورا مشر هېرمن فان رمپوي، د روسیې پر ضد د اروپایي ټولني له خوا د اعلان شوو بندیزونو په هکله یوه جوړجاړي ته د چمتووالي په هکله زېگنال ورکړی دی. رمپوي د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۷مه) له یوه بیلجیمي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیري اوربند دوام وکړ او یا د سولې د رامنځ ته کیدو په هکله خبري اتري پېل شوې نو موږ دې ته چمتو یو چې دغه بندیزونه بېرته لیرې کړو.»

هغه ویلي دي چې روسیه په سختې سره د جدي خبرو اترو له پاره گام اخلي. د رمپوي په وینا د اوربند په هکله رامنځ ته شوی توافق «یو مهم گام دی، خو له یوه گام پرته بل څه نه دی.»

په مېنسک کې د یوه اوربند پر سر هوکړې ته له رسیدو سره سره، د جمعې په ورځ اروپایي ټولنې د روسیې پر ضد د نوو اقتصادي بندیزونو پریکړه وکړه چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۸مه) یې باید غړي هیوادونه تائید کړي.

فان رمپوي په ماريپول او دنيڅک ښارونو کې د تاوتریخوالي نوي لړۍ ته په اشارې سره ویلي دي چې دا یوازي «ځینې پېښي» وې. د رمپوي په وینا لومړی باید دې ته انتظار وایستل شي «چې آیا دغه پېښي ډیریږي او که رامنځ ته شوې پېښي یوازي استثنایې وې».

رمپوي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې تر اوسه د روسیې پرضد لگولو شوو بندیزونو په هر حال خپل اغیز لرلی دی.