1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېلتون غوښتونکو ټولپوښتنه پيل کړه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د اوکراين په ختيځ کي له دغه هيواد څخه د لوگانسک او دنيڅک سيمو د بېلتون له پاره ټولپوښتنه پيل سوه. په دغو سيمو کي پر ۷،۳ ميليونو وگړو ږغ سوی دی چي د خپلي خپلواکۍ له پاره پريکړه وکړي.

https://p.dw.com/p/1Bxlf
Ost Ukraine Referendum 11.5.2014
انځور: Reuters

دا پوښتنه چي تر ټولپوښتني وروسته به دغه سيمي هم د کريميا نيمه ټاپو په شان د روسيې په فدراسيون پوري وتړل سي مطرح نه ده. د کيف انتقالي حکومت او دغه راز نړيواله ټولنه دغه ټولپوښتنه غير قانوني بولي او د هغه پايلي په رسميت نه پيژني.

بله خوا بيا د ياغيانو په پاخه مرکز سلاويانسک کي سختي وسله والي نښتي رواني دي. تيره شپه په دغه ښار کي د درنو وسلو فيرونه اورېدل سوي دي. په سيمه کي د فرانسې خبري آژانس د يوه خبريال په خبره سهار وختي هم تر دغه ښار دباندي د امنيتي کمربند په سيمه کي فيرونه روان ول. پر دې سربيره د روسي پلوه ملېشو او اوکراين امنيتي ځواکونو ترمنځ د «اندريوکا» په سيمه کي هم وسله واله جگړه سوې ده.

سلاويانسک له يوې اوونۍ راهيسي د اوکراين پوځ له خوا کلابند سوی دی. په دغه ښار کي د بېلتون غوښتونکو د يوې وياندي ستيلا خروښوا، په خبره د تيري شپې په وسله والو نښتو کي «مرک ژوبله» هم اوښتې ده. هغې په دې اړه نور جزئيات ورکړي نه دي.

د ټولپوښتني تر پيلېدو لږ دمخه د امريکا حکومت يووار بیا روسيه په دې تورنه کړه چي د اوکراين په ختيځ کي د وضعيت د عادي حالت په راوستلو کي پوره هڅي نه کوي.

په دنيڅک کي د رايو ورکولو يو مرکز
په دنيڅک کي د رايو ورکولو يو مرکزانځور: Reuters

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي جن ساکي، د شنبې په ورځي ناوخته ماښام وويل، دوی «نااميده» سوي دي چي مسکو د اوکراين په ختيځ کي د ټولپوښتني په راگرځولو کي خپلي اغېزې او نفوذ نه وکاراوه.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د چهارشنبې په ورځ پر بېلتون غوښتونکو باندي ږغ وکړ چي ټولپوښتنه وځنډوي او د کيف له انتقالي حکومت سره خبرو اترو ته کښېني. پوتين زياته کړې وه چي په مقابل کي يې بايد د اوکراين پوځ پر بېلتون غوښتونکو ملېشو باندي خپل عمليات بند کړي.

جن ساکي وويل، له هغه مهاله چي د مسکو دغه غوښتنه نه ومنل سوه، پوتین پر هغه سربيره د اوکراين له سرحد څخه خپل ځواکونه پرشا کړي نه دي. ساکي، زياته کړې ده چي امريکا متحده ايالات دغه ټولپوښتنه «غير قانوني» گڼي. د هغې په خبره هغوی يعنی ياغيانو نړيوال قوانين او د اوکراين ارضي تماميت تر پښو لاندي کړي دي او متحده ايالات يې پايلي په رسميت نه پيژني.

خو بله خوا بيا بېلتون غوښتونکي په دې ډاډه دي چي د دغي سيمي وگړي به د بېلتون په پلوي رايه ورکړي. خو يوه نظر پوښتنه بيا ښيي چي د اوکراين په ختيځ کي اکثره وگړي د اوکراين د ملي وحدت د ساتلو پلويان دي.

پوښتنه دا وه چي د دغو دواړو سيمو په ټولو برخو کي دي د رایو ورکولو مرکزونه پرانيستل سي. که څه هم چي بېلتون غوښتونکي د ډيرو ښارونو لکه دنيڅک، لوگانسک، سلاويانسک او کراماتورسک ښارونو کنترول په لاس کي لري، خو بيا هم په ډيرو کليو کي دوی ملاتړي لري.

د دنيڅک په لومړي لمبر ښوونځي کي له پلان سره سم د سهار پر اتو بجو رايه ورکول پيل سول. يوه رايه ورکونکې ويکتوريا پيترونا چي خپله رايه يې کارولې ده د رايو ورکولو مرکز مخ ته وويل «نن ډيره مهمه ورځ ده» او رايه ورکول ډېر مهم دي.