1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بی سرحده خبريالان: د انترنيټ سانسور د ډيريدو په حال کې

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د مارچ پر 12مه د انترنيټ د سانسور پر ضد د نړیوالي ورځي په مناسبت دغه سازمان په ټوله دنيا کښي د انترنيټ د سانسور د ډيريدو په اړه يو رپوټ خپور کۍ.

https://p.dw.com/p/HbK2
انځور: DW

شهناز غلامي يوه د هغو کسانو څخه ده چه د کمپيوټر د لاري د ښځو د حقوقو دفاع کوی . دا تیر کال ډیري میاشتي بندي هم وه . د بې سرحده خبريالانو څخه آنيا ویهول وايي چه د منځني ختیځ په هيوادو کي ایران لوی ترین محبس دی.

ویهول وايي:

«سړی کولای سی ووايي چه په وروستیو کلو کي د انترنيټ سانسور ډير سوی دی ،او د هغو صفحو تعداد چه په ټوله دنیا کښي بنديږی، هم ډير سوی دی ،چه اوس پر هغه باندي د سانسور یو نوی شکل ور اضافه سوی دی، او هغه داچه مقامات هغه نظریې یا مستندي مقالې چه ډيري ویل کیږي، بندوي. »

د همدغي طریقې پر اساس د مثال په ډول چين د پيکينګ د المپيک دمسابقو پر وخت کوښښ وکۍ، چه د انترنيټ مقالې تر خپلي اغيزي لاندي راولي، او په انترنيټ کي ډیالوګ او خبري اتري يې سره ګډي وډي او تر خپل انحصار لاندي راوستلې. ځکه نو چين د 12هيوادو په هغه لست کي راځي چه د انترنيټ د دښمانو په سترګه ورته ويل کيږي.

په چين کي همدااوس 49 په اصطلاح د انترنيټ قربانیان بندیان دي ،چه ډيری يې محاکمه سوی هم دي. ځکه چه دوی خپل هيوادچين ته په انتقادی سترګه ګوري.

بی سرحده خبريالان
بی سرحده خبريالان

د دې دپاره چه مخالف لیکولان او لوستونکي پيدا او معلوم سی، نو چين د هغه په مقابل کي ډير خلګ استخدام کړي دي. د بې سرحده رپورټرانو څخه ویهول بيا وايی:

« تر 40زرو اضافه دولتي کنترلوونکي انترنيټ تعقيبوي او کنترولوي. پر دې سربيره په زرهاوو نور مامورين انترنيټ کافې ګانو ته ځي، او هلته ګوري چه خلګ ددوی په نظر، غير قانوني او دولتي مخالفي پاڼي ونه لولي. علاوه پر هغه د پيکینګ په ځينو نورو انترنيټ کافې ګانو کي کمرې نصب سوي دي ، تر څو د انترنيټ ويونکي وڅاري.»

برلینی ژورنالسټ او د انترنيټ کار پوه ماتیاز شپيل کمپ وايي چه که د انترنيټ د سانسور خبره وی ، نو چين واقعأ پدې برخه کي ډير پرمختګ کړی دی. دی چه د ډيرو کلو څڅه د انترنيټ د ژورنالیسم، د ارقامو د ساتلو او لیکونکو د حقوقو د محفوظيت سره مشغول دی وايي:
« په چين کي واقعأ په عمل کښي داسي پاڼي نسته چه ددولتي کنټرول څخه دي خارجي وي. چين په دغه برخه کي يوه دونه لويه شبکه جوړه کړې ده چه هيڅ څوک نسي کولای خپله پاڼه په پټه سره هلته وچلوي . دا پدې معنی چه سړی باید په دې پوه وي چه دده پاڼه کنټروليږي، او تر څارني لاندي ده ».

محمد قاسم
کتونکی: يحيی وردک