بیروت: بمي چاودنۍ د جگپوړي چارواکي په گډون اته تنه وژلي
۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبهاعلان
متحده ایالاتو تیره ورځ د لبنان په پلازمینه بیروت کې د تر سره شوي موټر بم چاودنه غندلې ده. د رپوټونو په حواله په وژل شوو اتو کسانو کې د دغه هیواد د استخباراتي څانگې یو جگپوړی چارواکی هم شامل دئ. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن، دغه چاودنه یو ترهگر برید بللی دئ.
دغه چاودنه چې د الشرفیه په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې په کې د یو شمیر کسانو د ټپي کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. په عین وخت کې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری له خوا هم دغه چاودنه غندل شوې ده. د امنیت د شوری له خوا په خپره شوې بیانیه کې د دغه هیواد د استخباراتي شبکې پر مشر تر سره شوی برید هم له تروریستي بریدونو څخه شمیرلی دئ.