1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بين امللي وجهي صندوق په افريقا کښي څه کولای سي

۱۳۸۷ اسفند ۱۹, دوشنبه

دافريقايي هيواد تانزانيا په تجارتي ښار دارالسلام کي د بين امللي وجهي صندوق لخوا دافريقا داقتصاد په ارتباط يوه غونډه جوړېدونکې ده ...

https://p.dw.com/p/H8iX
په تانزانيا کښی د اقتصادي کنفرانس دپاره تياری
په تانزانيا کښی د اقتصادي کنفرانس دپاره تياری

دغه غونډه به د روانې مېلادي مياشتي مارچ په لسمه نېټه پېل سي ،او دوې ورځي به دوام وکړي . دغه غونډه به په افريقا کي دبدلون او اقتصادي پرمختيا په وړاندي ملګرتيا٬ تر نامه لاندي جوړه سي . د ملګرو ملتو د پخوانی سر منشي کوفي عنان تر څنګ به دبين امللي وجهي صندوق د ادارې مشر شټراوس کهان او د تنزانيا جمهوررييس جکايا کيکوېټه به هم په دغه غونډه کي ګډون ولري . دغي غونډې ته د افريقايي هيوادو د اقتصاد وزيران، اقتصاد پوهان د شخصي سکټور استازي او د مرکزي بانکونو مشران هم را دعوت سوي دي.

د افريقا دپاره د بين امللي وجهي صندوق مشره مېرمن انټويېنېټه سايېح چي پخوا د ليبېريا هيواد د اقتصادي چارو وزيره هم پاته سوې ده، ددغه غونډې دمقاصدو په هکله داسي وايي:

«د تانزانيا اقتصادي غونډه درې مهم هدفونه لري . لومړۍ مقصد دادی چي پردې خبري وسي چي په افريقا کي د ريفورم د لاس ته راوړنو څخه موږ بايد څه اخذنه وکړو. دوهمه مهمه خبره د بين امللي اقتصادي بحران او پر افريقا دهغه داغېزو څېړل دي . دريمه مهمه خبره په افريقا کي دننه د ملګرۍ او ګډ کار پروسې لا پياوړي کول دي.»

د بعضو نورو نړۍ واله اقتصادي موسسو تر څنګ بين امللي وجهي صندوق هم دا وايي چي تر څو لسيزو وروسته اول وار،د افريقا د رېګستان دهيوادو اقتصاد وده پېل کړېده . خو پر دغه خبره اختلافات هم سته ولي چي د بعضي افريقايي هيوادونو د انفلېش کچه ډېره جګه ده.

ددې تر څنګ په تېل توليدکوونکو افريقايي هيوادو لکه نايجېريا او انګولا کي اداري فساد او د حکومتي شته منيو څخه خرابه ګټه اخيستل يوه لويه ستونزه بلل کيږي . د مثال په ډول د انګولا حکومت تر اوسه پدې نه دی قادر سوی چي داثابته کړي چي په رشتيا هم د اداري فساد له منځه وړل غواړي . د اداري فساد پر ضد هغه کميسون هم تر اوسه نه دی جوړسوی ،د کوم غوښتنه چي د دغه هيواد پارلمان کوي .

د نايجېريا د هيواد په هکله هم داسي اندېښنې سته چي لوړ پوړي حکومتي چارواکو د اداري فساد په ترڅ کي دغه هيواد ته په مليارډونو ډالره تاوان رسولی دی.

ډيرافريقايي اقتصاد پوهان او اقتصادي ټولنې دا غوښتنه کوي چي بين امللي وجهي صندوق بايد د افريقا سره خپلې همکارۍ ته لا پراختيا ورکړي . د غربي افريقې اقتصادي ټولنه او د جنوبي افريقا د پرمختيا ټولنه هم دغه غوښتنه کوي، چي بين امللي وجهي صندوق بايد و افريقا ته لا ډيره توجه وکړي.

کارپوهان وايي چي د تيلو او خوراکي موادو په قيمتونو کي د لوړې کچې تغير د افريقايي هيوادو دپاره لوی مشکل رامنځ ته کولای سي . پوښتنه داده چي بين امللي وجهي صندوق پدې لړ کي د افريقا سره څه مرسته کولای سي . پدې هکله مېرمن سايېح وايي ،

« بين امللي وجهي صندوق د خوراکي موادو او د تيلو د قيمتونو د بحران سره د مقابلې په لړ کي ډېر کار کړی دی . د مثال په ډول تېر سپتمبر بين امللي وجهي صندوق د هغو مسکينو افريقايي هيوادونو د مرستې دپاره ګڼ شمېر اقدامات وکړه، کوم چي د تيلو او خوراکي توکو د قيمتونو د بحران له وجې تر فشار لاندي راغلي وه . ددې ترڅنګ بين امللي وجهي صندوق د افريقاسره د تخنيکي کومکو په لړ کي پراختيا ته دوام ورکړی دی.

د کارپوهانو په نظر د بين امللي اقتصادي بحران تر څنګ، بې کاري، اداري فساد او د اېډس ناروغي د افريقايي هيوادونو لوی پرابلمونه دي . اوس پوښتنه داده چي دغه اقتصادي کانفرانس به ددغه ستونزو د هوارولو دپاره څه وړانديزونه وکړي.