بوکو حرام په سونو ښځي او ماشومان تښتولي
۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه
د نايجيريا په شمال ختيځ کې عيني شاهدانو ويلي دي چې د سه شنبې په ورځ د بوکو حرام ډلي جنگياليو پر دامساک ښاره باندي په يرغل کې نزدې ۵۰۰ ښځي او ماشومان برمته کړي دي. دا په داسي حال کې ده چې د نايجيريا جمهور رئيس په دې وروستيو کې پر بوکو حرام د بريا اعلان کړی وو.
ويل کيده چې د نايجيريا پوځ څو ورځي دمخه له چاد هیواد سره په سرحد کي دغه ښار له بوکو حرام ډلي څخه نيولی وو.
یوه سیمه ییز دولتي چارواکي عثمان یوسف، د تیلفون له لاري له میدیوګوري ښار څخه ویلي دي چې د بوکو حرام ډلې په موټرانو کې له سیمې څخه یو شمیر کسان له ځان سره تښتولي دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه کسان د خپلې خوښې پر خلاف له سیمې څخه بېول شوي دي.
دغه دولتي چارواکي زیاته کړې ده چې یاغیانو له ځان سره ډیر ماشومان او ښځي تښتولي دي دي:
«تر هغه وروسته چې بوکو حرام دغه ښار تر خپل کنترول لاندې راوست نو ځوانان او تندرسته نارینه او ښځي په دې توانیدلي دي چې سیمه پریږدي. يوازي زاړه کسان او ماشومان په سيمه کي پاتي ول. هغوی همدا کسان ووژل او یو شمیر یې له ځان سره بوتلل.»
د نایجيریا دولت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
بوکو حرام ډله وخت ناوخت په نایجيریا کې عام وګړي وژني او یا خو یې برمته کوي. تر دمخه دغي ډلې د يو ښوونځی یو شمیر نجونې هم له ځان سره تښتولي وې چې د یو شمیر برخلیک یې تر اوسه پوري لا روښانه نه دی.