1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوکوحرام «اسلامي دولت» ته خپله وفاداري اعلان کړه

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه

د بوکوحرام د مشر شېکاو په یوه ویدیو پیغام کي ویل سوي چي دغه ډله د «اسلامي دولت» ډلي یا داعش د اوامرو اطاعت کوي. دا لمړنۍ تندلارې ډله نه ده، چي د داعش سره اتحاد کوي.

https://p.dw.com/p/1EnJ7
انځور: picture alliance/AP Photo

په یوه اته دقیقه اي پیغام کي چي د نایجيریا د ترهگري ډلي بوکوحرام لخوا په تویتر کي راغلی او د هغه د مشر ابوبکر شېکاو په نامه ویل سوي دي، راغلي دي، چي «موږ د مسلمانانو د خلیفه ابراهیم بن عوض بن ابراهیم الحسیني الکراشي څخه خپله وفاداري اعلانوو.» د اسلامی دولت ډلي مشر زیادتره په ابو بکر البغدادي مشهوره دی.

د نایجریا حکومت د بوکوحرام لخوا د دغه پیغام تر نشرولو وروسته د نړیوالي ټولني څخه د دغي ډلي پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې ده. د حکومت یوه ویاند ویلي دي، چي «هیله ده نړیواله ټولنه راویښه سي، کله چي دوی وویني چي په دغه هیواد کي څه ډول یوه فاجعه د منځته راتلو په حال کي ده.»

د دې دمخه په افغانستان، پاکستان او شمالي افریقا کي ډیرو ډلو د «اسلامی دولت» ډلي د رهبر البغدادي څخه بیعت کړی ؤ. البغدادي د تیر عیسوي کال په جون میاشت کي ځان د عراق په لوی ښار موصول کي د ټولو مسلمانانو د خلیفه په حیث اعلان کړ.

د «اسلامي دولت» ترهگره ډله د سوریې او عراق ډیره برخه تر خپل کنترول لاندي لري او هلته یې اسلامي خلافت اعلان کړی دی. د البغدادي په رهبرۍ سره د اسلامي دولت ډله نور هم قوي، شتمنه او د نړی د جهادي ډلو تر ټولو ظالمه ډله وگرځیدله.

اسلامی دولت ډله د سرمشق په حیث

د بوکوحرام تندلاره اسلامي ډله د نایجيریا په شمال کي چي اکثریت یې مسلمانان دي، د کلونو راهیسي په ډیر تشدد او زور سره د یوه اسلامي دولت د جوړیدو دپاره مبارزه کوي. دغي ډلي د ۲۰۰۹ م کال راهیسي پر پولیسو، پوځ، کلیساوو او مکتبونو باندي په بریدونو او چاودنو کي تقریبأ ۱۳۰۰۰ انسانان وژلي دي. د دغو ترهگري اعمالو سره په زیاتیدونکي ډول همسایه هيوادونه، لکه چاد، کامرون او نایجر مخامخ دي.

د بوکوحرام تندلاري اسلامي ډلي څو واره د اسلامي دولت ډلي څخه تقلید کړی دی او د مثال په ډول د سر پرې کولو ویدیو گاني یې نشر کړي دي.

د نایجریايي چارواکو د نوو ارقامو پراساس د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د مارچ ۷ نېټه) د هیواد په شمال کي په پنځو ځانمرگي بریدونو کي، چي مسؤلیت یې د بوکوحرام ورپه غاړه کیږي، مجموعأ ۵۵ انسانان وژل سوي دي. نور ۱۵۰ تنه ټپیان سوي هم دي.