بوهاري د نایجیریا په ټاکنو کې مخکښ دی
۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سهشنبهد نایجیریا د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې چې د دغه هیواد د اپوزیسیون مسلمان نوماند محمدو بوهاري، تر برحاله ولسمشر کوډلک جانتن مخکې دی.
د شمیرل شویو رایو له مخې دغه ۷۲ کلن پخوانی پوځي دیکتاتور د نایجیریا د ۳۶ ایالتونو له دلې څخه په ۳۰ ایالتونو کې ۱۲،۹ میلیونه رایې ګټلې دي. له بلې خوا د هغه سیال کاندید گوډلک جانتن چې عیسوي او د نایجیریا برحاله ولسمشر دی ۱۰،۲ میلیونه راېی ترلاسه کړي دي. د دغه هیواد په سویل کې چې د جانتن پلویان په کې ډیر دي لا تر اوسه پورې راېې نه دي شمیرل شوې. ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د سه شنبې په ورځ اعلان شي.
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریالیتوب په شرایطو کې د رایو د مطلق اکثریت ترلاسه کولو سربیره یو کاندید باید د دغه هیواد د ۳۶ ایالتونو له ډلې څخه په دوه پر دریمه برخه کې یې لږ تر لږه ۲۵سلنه رایې ترلاسه کړي. د نایجیریا په ولسمشریزو ټاکنو کې ۱۴ نوماندانو ځانونه کاندید کړي دي. که د دوی له ډلې څخه هیڅ یو یې لازم اکثریت ترلاسه نه کړی نو به په دوو اونیو کې به د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي.
که ۷۲ کلن پخوانی پوځي دیکتاتور بوهاري د ۵۷ کلن جانتن له قدرت څخه په لیري کولو بریالې شو نو دا به د ۱۹۹۹ کال را په دیخوا په دغه لویدیځ افریقایې هیواد کې د ډیموکراسې په تاریخ کې د اپوزیسیون لومړنۍ ټاکنیزه بریا وي. د اوونۍ په پای کې پر تقريبا ۷۰ میلیونو د رايو ورکولو حق لرونکو نایجیریانو باندې غږ شوې وو چې په ټاکنو کې گډون وکړي.
د درغلیو په هکله رپوټونه
د مختلفو څارونکو په اند د ټاکنو بهیر په ډیر منظم ډول پر مخ تللې دی. خو د «مدنې ټولنې د وضعیت د اطاق» په نوم د یوه معتبره سازمان په حواله په یو شمیر ایالتونو کې د درغلیو رپوټونه اندیښمن کوونکي دي. د دغو رپوټونو په حواله امنیتي ځواکونو د رای شمیرنې په بهیر کې مداخله کړی ده. د ياد سازمان مالي ملاتړ د امریکا متحده ایالاتو د دولت له خوا هم کیږي. همدارنگه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ټاکنو کې د قصدي سیاسي مداخلي په هکله خبردارې ورکړی دی.
د«فمي فني- کایودا» په نامه د دولتي گوند ویاند آلماني رسنیو ته ویلي دي: «زه هغه ادعاوې ردوم چې موږ دې د ټاکنو د کمیسیون په کارونو کې مداخله کړې وي.» هغه د کیري په مخاطب کولو سره ویلي دي چې که هغه د خپل ادعا له پاره کوم ثبوت لري نو وړاندې دې کړي.
د نایجیریا په یو شمیر سویلي سیمو کې د ټاکنو د بهیر پر ضد مظاهرې شوې دي. په سویلي ایالت ریویرس کې پولیسو پر هغو لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی گاز استعمال کړی دی چې په ټاکنو کې د درغلیو د تور پر ضد یې اعتراض کړی وو.