بوش: د کال ترپايه پوری به د نژدی ختيځ د سولی په لړۍ کی پر مختګ راشی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۳۰, دوشنبههمدغه ډول د نړيوال اتمی آژانس مشر او د نړيوال بانک او د اسعارو د نړيوال صندق، د نړۍ د خوراکی پروګرام، او د اروپایی ټولنی د کمسيو ن نماينده ګان هم شارم ا لشيخ ته تللی دی۰ د نوموړی جرګی پروګرام هم لکه د هغه د ګډونکونکو په شان ډول ډول دی۰
له راتلونکی څخه زده کړۍ تر شعارلاندی دری ورځی د سيمی د اقتصادی، ټولنيزو، اوطبعا د سياسی ربړو لپاره ځوابونه اود حل امکانات لټول کيږی۰ د يکشنبی په ورځ د مثال په توګه د نژدی ختيځ د چاپيريال د ژغورنی لپاره هغی سيمی ته د چاپیريال ژغورونکو توکو د ليږدونو، اوپه بله ورځ دعراق د زياتره استقرار په هکله خبری کيږی۰
اوپه دريمه ورځ به لمړۍ پايلی معرفی شی. د نړۍ د اقتصادی جرګی سيمه ايزه غونډه دا دويم ځل د مصر په شارم ا لشيخ کی جوړه شويده۰ د امريکا د متحده ايالتونوجمهورريیس بوش چی د مصر له جمهورريیس حسنی مبارک سره يي په ګډه دا جرګه پرانيسته ، د شنبی په ورځ شار م الشيخ ته رسيدلی دی۰ ده له حسنی مبارک سره د غرمی د ډوډۍ له خوړلو څخه وروسته ، د افغانستان د دولت له مشر کرزی او د فلسطينيانو له جمهوررييس عباس سره د نوروجمهوروريیسانو تر څنګ کتلی دی۰ د آژانسونود خبرونوسره سم جمهوررييس بوش پدی عقيده دی چی د کال ترپايه پوری به د نژدی ختيځ د سولی په لړۍ کی پر مختګ راشی۰ په بيت المقدس کی د اسرايیلو د پارلمان په مخکی د بوش له وينا څخه وروسته چي ډيره د اسراييلو په پلو وه ، عربی هيوادونو د ده د داسی څرګندونو په وړاندی شک پيدا کړيدی۰
مصرۍ ورځپاڼی ا لاحرام تبصره کړی اوليکلی يي دی: د بوش په دوره کی د فلسطينيانو اود اسرا ييلو تر منځ خبری اتری په ټپه دريدلی دی۰ خو د شارم ا لشيخ په غونډه کی د دی شکاکانو کم شمير حضورلری۰ ځکه کله چی اسرايیل په یوی غونډه کی ګډون ولری د ډيروعربی هيوادونو مشران نه ورځی۰