1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش: د پاکستان څخه افغانستان ته د افراطيونو د اوښتو له امله نا کراره يم

۱۳۸۷ مرداد ۶, یکشنبه

ټاکل سوې چي د دوشنبې په ورځ به د امريکا جمهور رييس جورج بوش د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني سپيني ماڼۍ ته ور وغواړي

https://p.dw.com/p/EkjL
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس جورج ډبليو بوش
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس جورج ډبليو بوشانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بوش، په افغانستان کي د بغاوتونو د لمن د پراخېدو له امله اندېښنه لري. چي ددې اندېښنې په پام کي نيولو سره ښايي، کله چي د پاکستان د لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني، سره په واشنګټن کي ګوري له هغه څخه د پاکستان د نوي حکومت د تروريزم ضد ستراتيژۍ او يا د ځينو کار پوهانو په نظر، ښايي چي د يوې داسي ستراتيژۍ د نه لرلو په هکله سختي پوښتني وکړي.

د دوشنبې د ورځي لپاره د پلان سوو خبرو اترو څخه د مخه، بوش وويل چي هغه له پاکستان څخه افغانستان ته د هغه د خپلي خبري له مخه، د افراطيونو د اوښتو له امله «ناکراره» دی او له ګيلاني سره به په دې هکله خبري وکړي. د مارچ په مياشت کي د لومړي وزير په توګه له ټاکل کيدو څخه را په دې خوا دا لومړی ځل دی چي يوسف ګيلاني، په سپينه ماڼۍ کي له جمهور رييس بوش سره ليدنه کتنه کوي.

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني د لوړي د ترسره کولو د مراسيمو پر مهال
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني د لوړي د ترسره کولو د مراسيمو پر مهالانځور: AP

ګيلاني به امريکا د جمهوري رياست لپاره د ډيموکراټانو د ګوند له کانديد بارک اوباما سره هم وويني، چاچي تيرکال دوبی ګواښ وکړی چي که چيري اسلام آبا د د القاعدې پرخلاف سم عمل ونه کړي، هغه به په يواړخيزه توګه پاکستان ته امريکا سرتيري واستوي، اوباما، دغه ډول يو ګواښ يوه اونۍ د مخه هم وکړی.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت پخوانۍ مشاوره او د SIA پخوانۍ څېړونکې، ليزا کرتيس وايي.« زه فکر کوم چي ګيلاني د خپل کار لپاره لا دمخه فکر کړی چي روښانه کړي چي څنګه د هغه حکومت د داسي ستونزي سره چي يوازي د پاکستان نه بلکي د نړيوالي ټولني هم ده، مقابله وکړي.

کرتيس وويل، د دې انتظار سره سره چي بوش، به د ګيلاني، له منتخب حکومت څخه ملاتړ څرګند کړي په پاکستان کي د « تروريستي خوندي ځالو» د سته والي په هکله هم له هغه څخه د څرګندونو غوښتنه وکړي، هغه ځالي چي لمن يې اوس افغانستان ته نږدې د شمال لويديځي صوبې هستوګنو سيمو ته هم پراخه سوې ده.

د امريکا هيواد مشر بوش
د امريکا هيواد مشر بوشانځور: AP

د سي آی اې پخوانۍ څېړونکې، کرتيس، چي اوس په واشنګټن کي د يوه بل څېړنیز مرکز سره همکاري لري، يادونه کوي :« موږ د پاکستان له نوي حکومت څخه د تروريزم ضد ستراتيژۍ ته په رښتينې توګه پاملرنه نه ده ليدلې، هغه يوه ستراتیژي چي متحده ايالات ور باندي باور وکړای سي».

هغې وويل « زه فکر کوم هر هغه څه چي پاکستان يې اوس کوي، زور پالونکي ځني ګټه اخلي».

افغان او لويديځ چارواکو په وار وار سره ويلي دي چي وروسته له هغه چي په 2001 ميلادي کال کي د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف په پوځي مداخلې سره د طالبانو واکمني پای ته ورسوله سوه، طالبان او القاعده وتوانيدل چي په پاکستان کي ځانونه بيرته تنظيم او سمبال کړي.

ځيني په دې نظر دي چي د پاکستان د لومړي وزير ګيلاني،کمزوری ډيموکرات حکومت د عمل کولو لپاره واک او اختيار نه لري.

د امريکاد نيوز ويک مجلې د تيري اونۍ د ويب سايټ د يو رپوټ له مخه، وروسته له هغه چي پرويز مشرف د جمهور رييس په توګه د پوځ له واکمنۍ څخه لاس واخيست، ويل کيږي چي د پاکستان د پوځ نوی مشر، اشفق کياني، له القاعدې سره په تړاو کي اورپکو سره پر له پسې معاملې وکړي. د مجلې په رپوټ کي راغلي دي « د بوش د حکومت چارواکي په پاکستان کي د بې ثباتۍ د ډيريدو سره وارخطا سوي او لاره ځني ورکه ده چي څه وکړي»

د افغانستا سرحد ته نږدې پاکستاني عسکر
د افغانستا سرحد ته نږدې پاکستاني عسکرانځور: picture-alliance/ dpa

په واشنکټن کي د بهرنيو چاروڅېړونکی، دانيل مارکي، وايي:« د حیرانتیا خبره دا ده چي پاکستانی پوځ د سختو اقداماتو تر لاس لاندي نيولو سره چنداني مينه نه ښکاره کوي، د سياسي ناباورتيا په موجود حالت کي غير فعال نقش غوره ګني.»

هغه وويل، که چيري د اسلام آباد دغه ډول يو دريځ په 2009 کال کي هم دوام پيدا کړي، سپينه ماڼۍ به له « سخت خنډ» سره مخامخ سي، چي بيا نو نوی جمهور رييس دې ته اړباسي چي د يوې نوي ستراتيژۍ بندوبست وکړي.

د شمالي اتلانتيک سازمان، ناټو چي د هغه د 40 ولسي امنيتي مرستندوی ځواک آيساف، په افغانستان کي له طالب جنګياليو سره په اخ و ډب کي لاس او ګريوان دی، هم اندېښنه لري.

د ناټو عمومي منشي یاپ دې هوب سخيفر، تيره اونۍ په پلازمېنه کابل کي وويل:« لاندنۍ کرښه دا ده چي اوسنی وضعيت د هيچا لپاره د زغملو وړ نه دی.

سخيفر غواړي چي د مخ پر زياتيدو زورپالني د ستونزي د مخ نيوي لپاره پاکستان هم په سيمه ايزو هڅو کي ونډه ولري.

د فرانس پرس د خبري آژانس تحليل کونکی، پاراميس وارين، د خپل تحليل په پاکي نتيجه اخلي او وايي:«خو تيري هڅي بیا په خاصه توګه د بوش، هلي ځلي چي د يوګډ بنسټ جوړولو لپاره د پاکستان او افغانستان مشران سره کښېنوي او يو ږغي يي کړي، له ناکامۍ سره مخامخ سوي دي.