1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش خپل د عراق سياست نه دفاع کوی

۱۳۸۷ فروردین ۲۳, جمعه

ولسمشر خپلو له جګړی څخه ستړو پرګنو ته د ورکولو څه نه لرل، له عراق څخه د ځواکونو ايستل پرته له هماغه ديرش زره تنو عسکرو څخه چی مخکی ويل شوی امکان نلری .

https://p.dw.com/p/DfzK
بوش د امريکايي عسکرو سره په عراق کې
بوش د امريکايي عسکرو سره په عراق کېانځور: AP

د دی په ځای د جولای د میاشتی په پای کی ۴۵ ورځنی دمه یا وقفه .هغه څه چی عمومی قوماندان پطریوس یی وړاندی کوی. خو د ۱۴۰ زره امریکایی عسکرو لپاره د آسانتیا وعده شوی ده. بوش وایی:
«د دی لپاره چی تاسو ته ماموریت آسانه شی په راتلونکی کی به د ۱۵ میاشتو په ځای د دوولسو میاشتو لپاره په عراق کی اوسۍ».
که څه هم چی یو کال مخکی د بوش له خوا د عسکرو زیاتیدو د ده له خولې په عراق کی نور امنیت هم راوستۍ دۍ، خو حالات لاهم داسی نه دي لکه ده چی یی هیله درلوده. پطریوس وایی د ایران له برکته هم په ګاونډي عراق کی د امریکایی ضد جګړو ملاتړ کیږی .بوش له تهران څخه د دا ډول ملاتړ د پایته رسولو غوښتنه کوی او وایی:« که ایران ناسمه پریکړه وکړی نو بیا به د امریکا متحد ایالات په عمل لاس پوری کړی تر څو له خپلو ګټو، عسکرو او ملګرو څخه ساتنه وکړی».

بوش وایی.«سره له دی چی دغه جګړه سخته ده خو بی پایه به نه وی.موږ هیله لرو چی حالت نور هم ښه شی او موږ له هر بري سره نور عسکر هم بیرته وطن ته راولو.
خو په دې دیموکراتان باور نه کوی، دوی په ښکاره نیوکو د ولسمشر د خبرو په وړاندی عکس العمل ښوده.په ده یی تور لګاوه چی د پوځی ماموریت پایته رسول په جدی توګه نه پلانوی.

دۍ باید د عراق دستونزې د حل دنده راتلونکي ولسمشر یا ولسمشرې ته پریږدی. ددیمکرات ګوند ویانده نینسی پیلوسی، بوش او دده جګړه د خپل هیواد په وړاندی مسوول بولی. دا وایی: « ولسمشر موږ یوی ناسمې جګړې اود پور یوه خندق ته کاږلي یو چی پایله یی د اقتصاد خړپړتیا ده».

دغه راز بی طرفه ناظرین لکه د جمهور رییس پخوانۍ سلاکار داوید ګیرګین د ولسمشر بوش د عراق په هکله خبرې تر هر څه د مخه د تاوانونو د ایسارولو له پاره یوه هڅه بولی. دۍ وایی:
«ټول هغه څه چی دۍ یی هیله کولای شی دا دي چی د عراق په ماموریت کی د عامه ټولنې ملاتړ د یوې مودې لپاره تضمین کړی. خو د جګړې ضد فضا ته به څه شۍ بدلون ورنه کړای شی».