بهر ته د بودا د مجسمې د قاچاق مخه ونیول سوه
۱۳۸۹ آبان ۱, شنبهد مجسمې دغه خټین سر د کابل په نړیوال هوایې ډګر کې د پولیسو لاس ته ولوید.
د هوايي میدان د سرحدي پولیسو قوماندان وایې چې قاچاق وړونکي غوښتل د افغانستان دغه مهم تاریخي اثر دوبۍ ته یوسي چې پولیسو هغه وپیژاند او د ملک د دغې شتمنۍ د ورکیدو مخه یې ډب کړه.
نیول شوی کس امریکایی دی چې افغانستان ته د ګرځندویۍ په ویزه را ننوتی وو.
جنرال جمعه عدیل وایې چې توقیف سوی امریکایی به ډیر ژر د کورنیو چارو وزارت له جنایې جرمونو سره د مبارزې څانګې ته وسپاري .
« دغه امریکایي سړي غوښتل د بودا دغه مجسمه د کابل له نړیوال هوایې ډګر څخه دوبۍ ته ولیږدوي چي له ښه مرغه زموږ د سرحدي پولیسو، د ګمرک د کارکونکو او ملي امنیت ادارې د مامورینو د هڅو په پایله کې یې مخه ونیول سوه او لیږدونکی یې هم ونیول سو.»
کله چې د بودا د مجسمې نوم اخیستل کیږي ورسره جوخت د بامیانو د بودا د مشهورو ړنګو شویو مجسمو خاطرې د سړي په ذهن کې را ژوندۍ کیږي.
د سلسال او شمامې په نامه دغه دوه دنګي مجسمې څه باندې یوه لسیزه دمخه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خاورو سره خاوري سوي.
د افغانستان تاریخې اثارو ته په تیرو څو لسیزو کورنیو جګړو کې سخت تاون ورسید.
د ملي آرشیف له تاریخې اثارو نیولې بیا تر پټو تاریخي سیمو پوري ټولې د تاریخي توکو د قاچاق وړونکو له لوري وپلټل شوي او ترینه په زرګونو قلمه توکې بهرنیو ملکونو ته قاچاق سول.
د افغانستان د ړنګو شویو بودا مجسمو ټوټې هم قاچاقبرو له ملک څخه یوړي او بهر ته د لیږد لومړی تم ځای یې په پیښور کې د اندرشیر بازار وو.
په دغه بازار کې د لرغونو توکو پیر او پلور تر سره کیږي.
دمګړۍ لا هم د اندرشیر په مارکیټ کې په سلګونو ټوکه لرغوني افغاني اثار خرڅلاو ته ایښودل شوي او افغان دولت نه دی توانیدلی چی د دغو توکو په بیرته را ګرځولو کې د پاکستاني حکومت ملاتړ تر لاسه کړي.
د دغه مارکیټ له لارې ډیر لرغوني افغاني اثار لاس په لاس نړیوالو بازارونو ته لاره موندلې چې د پتې موندل یې د اوس لپاره ګران کار دی.
راپور: ميرويس جلالزی/کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی