1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرني پناه غوښتونکي او د اروپايي ټولنې د هيوادونو په سياستونو کي د يووالي نشتوالی

۱۳۸۸ مهر ۲, پنجشنبه

د فرانسې پوليسو د سپتامبر په دوه ويشتمه د دوشنبې په ورځ 150 تنه افغان ځوانان د «ځنګل» په نامه له مؤقت استوګنځی څخه چې فکر کيده بريتانيې ته کډې کيدوته ترې نه کار اخيستل کيده، ونيول...

https://p.dw.com/p/Jo0h
په فرانسه کي د څنګل په نامه د بهرني پنا غوښتونکو د اوسیدو کمپ
په فرانسه کي د څنګل په نامه د بهرني پنا غوښتونکو د اوسیدو کمپانځور: AP

په دې منځ کې د پوليسو او 40 تنو هغو کسانو تر منځ شخړه وشوه چې د کډوالو د ساتونکو په توګه يې د له ځانه انسانی ځنځير جوړ کړی وو. خو کډوالو له ځانه کوم مقاومت ونه ښوده او يو يو له هغه ځايه يوړل شول.

د کډوالو وزير ايريک بيسون ويلی دی، چې د دوو ساعتونو په ترڅ کې 276 تنه بنديان شويدی. ده دغه عمليات د انسانانو د قاچاق پر ځالې يو ګوزار بللی. د فرانسې د کډوالو وزير ګواښ کړيدی چې د دا ډول نوروغيرقانونی پناه ځايونو په وړاندې به هم د پوليسوعمليات تر سره شی. بيسون په داسې حال کې چې له هغو بولډوزرونو او لرګی ماتوونکو وسيلو څخه يي ليدنه کوله وويل: «دا د ځنګله د قانون او د انسان د قاچاق پای دی».

د فرانسې د کډوالو وزير وويل: «د پوليسو د بريد موخه د هغو جنايتکارو ډلو وسيلې دی چې د قاچاق په ډول کډوال بريتانيې ته بيايي او هغوی استثماروی او مجبوروی يې چې په خلاصه فضا او د چټليو تر څنګ ژوند وکړی.»

نوموړي وزير ويلی دی د دغو پناه غوښتونکو نيمايي برخه ځانونه صغيران بولی څو دوی ته پناه ورکړل شی. غټانو ته يا د دې امکان ورکول کيږی چې د پناه غوښتنليک وړاندې کړی او يا د بيرته کور ته استولو لپاره ورته پيسې ورکول کيږی. فرانسه هڅه کوی چې هره برخه په ځانګړې توګه، پناه وړنکی ته د خطر د ګواښ په په نظر کې نيولو سره وڅيړی. که داسې غټان وی چې ونه غواړی په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شی، هغوی په زور خپل ټاټوبی ته استوی.

د فرانسې د کډوالو وزير نه دی ويلی چې له دغو کسانو څخه څو تنه افغانان دی. د جون په مياشت کې د کالې د پناه غوښتونکو يا کډوالو په کمپ کې چې د «ځنګله» په نامه ياديږی، د دې سيمې تر ټولو زياتو کډوالو ژوند کاوه. هغه وخت يې شمير 700 تنو ته رسيده. د دوی ډیري پښتانه افغانان وو.

د بهرنيو هيوادونو پناه غوښتونکي اروپايي هيوادونو ته د تلو په تمه شپي او ورځي تيروي
د بهرنيو هيوادونو پناه غوښتونکي اروپايي هيوادونو ته د تلو په تمه شپي او ورځي تيرويانځور: picture-alliance/ dpa

کډوالو ته مرسته رسوونکو ډلو ويلی دی چې په دغه کمپ باندې د بريد په درشل کې ډير کډوال نورو هيوادونو لکه بريتانيې، بلجيم، هالند، ناروی او يا نورو ځايونو ته تښتيدلی دی. له دغې ننداريزې شپې نه وروسته پاتې کډوال د سپيده داغ په راښکاريدو د مؤذن په آذان له خوبه پاڅيږی او د پوليسو بريد ته انتظار باسی. هلکان او نارينه د يوه بيرغ په شعار سره را غونډيږي،چې پرې د فرانسې له چارواکو څخه د پناه غوښتنه ليکل شويده.

خو دوی له هغه ځايه ليرې کوی. په دې وخت کې د ځينو سترګې له اوښکو ډکې وی. بلال هزاربزی چې اتلس کلن يو ځوان دی وايي. « ښايي ما بيرته افغانستان ته وليږی.. نور چيرته تللای شم. هم هلته مو وطن دی. موږ بل ځای نلرو..»

د فرانسې د کډوالو د وزير په نظر کالې د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې د يوه ګډ سياست د نشتوالي پايله ده. دﺉ وايي چې د اروپايي ټولنې د غړو دولتونو منلې ده چې د کډوالو بار په انصافی توګه او په ګډه پورته کړی، خو دا په داسې حال کې دی چې قدرت «فرونتيکس» يا د اروپا له پولو نه د باندې عملياتونو لپاره ګډ آژانس نور هم پياوړی کوی.

په تيرو لسو کلونو کې له افغانستان، عراق او نورو په ستونزو ښکيل هيوادونو څخه په زرهاوو آواره کسان کالې ته راغلی دی او له هغه ځايه يې هڅه کړې چې د موټر، اورګاډي او يا بيړۍ په واسطه ځان بريتانيې ته ورسوی.

په کالې کې د کډوالو مؤقت کمپ هغه وخت منځته راغی چې د فرانسې چارواکو په 2002 کال کې دغې سيمې ته نژدې د « سان ګيت» کمپ، له منځه يووړ.

د کالې د کمپ يوه مسؤل تن وويل چې په کالې کې وضعيت نور د زغم وړ نه وو. د سيمې په خلکو تعرضونه کيدل، روغتيايي وضعه ډيره خرابه شوې وه. او «سکاربيس» يا د ساری خارښت ناروغي ګډه شوې وه.

په بريتانيې کې چې تير کال د 28000 کډوالو د ورتګ مخه نيول شوې وه، د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير د دغه ګام هرکلی کړيدی.

خو د آوارګانو پلوي فعالين د پوليسو په دغه ګام نيوکې کړی او هغه يې د رسنيو له لارې يو تبليغ بللی چې په دې ډول د نورو کډوالو د ورتګ مخه نه نيول کيږی بلکې دابه د کډوالو ورتګ ته پټه بڼه ورکړی.

ژان کلود لنوار د «سلام» په نامه د کډوالو د ساتونکې له ډلې څخه وايي:«دا يوه افتضاح ده... موږ نشو کولای چې افغانستان ته د جګړې لپاره سرتيري وليږو او بيا دلته له افغانی پناه وړونکو سره په دا ډول بی عزتۍ چلند کوو.»

مرسته رسوونکې ډلې وايې چې دا کسان په بيرته سړکونو ته راووځی.«دوی به د قاچاقبرانو په مرسته د کليو په بيلابيلو څانګو کې خواره شی.»

لنوار وايي:« لږ تر لږه ځوانانو دلته ځانته يوه ټولنه جوړه کړې وه. اوس دا خواشينوونکې ده.»

د«سانت مالو» مرسته رسوونکو ډلو د بلجيم تر پولو پوری چې کيدای شی له هغه ځايه سړی بريتانيې ته تير شی، 17 کمپونه او استوګنځايونه شميرلي دی. د اوسيدو په دغو ځايونو کې په سلهاوو تنه عراقيان، افغانان او نور ځوانان دې ته انتظار کوی چې د بريتانيې « الدورادو» ته ولاړ شی.

فرانس پرس/ سهيلا حسرت نظيمي