بهرنيو ځواکونو د ياغيانو په پرتله ډېر افغانان وژلي دي
۱۳۸۶ تیر ۴, دوشنبهاعلان
افغان ولسمشر کرزي په دې باندې نيوکه وکړه چې يوازې په تېرو لسو ورځو کې له نوي تنو څخه زيات ملکي خلک وژل شوي دي. د ناټو په مشري د ايساف ځواک او د امريکايانو د تروريزم ضد جگړه کې د جنوري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا لږ تر لږه 203 تنه ملکي وگړي مړه شوي دي. په عين وخت کې د افغانستان د کليو او ښارونو 178 اوسېدونکي د اورپکو لخوا وژل شوي دی. د اي پي خبري اژانس څېړنه د افغانستان د دولت، د نړيوالو د رسمي څرگندونو او د عيني شاهدانو د خبرو پر بنياد ولاړه ده. تر مۍ مياشتې پورې د ملگرو ملتونو او د بيا رغاونې د سمون د ادارې په وينا بهرنيو ځواکونو لا هومره ملکي وگړي وژلي وو لکه ياغيانو چې تر هغې پورې د مرگ کندې ته غورځولي وو.