1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنيان دي د دې ټولنو سره ځان عيارکړي.

۱۳۸۶ آبان ۲۲, سه‌شنبه

آلمان او فرانسه به د ايران په وړاندي د هغه هيواد د اټومي پروګرامونو له کبله ډېر سخت دريځ غوره کړي.

https://p.dw.com/p/DKGy
ميرکل او سرکوزي د کډوالو په وړاندي د شريک عمل پرېکړه کړې.
ميرکل او سرکوزي د کډوالو په وړاندي د شريک عمل پرېکړه کړې.انځور: AP

د آلمان لوړۍ وزيري مېرمن انګيلاميرکل او د فرانسې مشر نيکولاس سرکوزي، د دواړو هيوادونو د وزيرانو په شريکه غونډه کي څرګنده کړې چي که چيري ايران د اټومي پروګرامونو په اوند خپله لار بدله نه کړي، نو آلمان او فرانسه به ورباندي درانه اقتصادي بنديزونه ولګوي.

د واړو مشرانو د کډوالو په وړاندي هم د شريک عمل پرېکړه سره کړې او دلته يي له اوسېدونکو بهرنيانو څخه غوښتي، چي ځانونه له دې ټولنو سره عيارکړي.