1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهاوي مډال و نه گاټه، خو د افغانانو اتل شو

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

نثار احمد بهاوي د المپیک په لوبو کې د مډال په گټلو و نه توانید خو هغه په ټپې حالت کې د لوبې په کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې ریښتنی اتل دئ او د افغانانو زړونه ئې وگټل.

https://p.dw.com/p/15nrU
انځور: dapd

افغان ورزشکار نثار احمد بهاوي، د لندن د المپیک په لوبو کې د تکواندو د ۸۰ کیلو وزن لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې درې لوبې وکړې چې د هغوی له ډلې څخه ئې دوه باللې.

بهاوي پخپلې لومړي لوبه کې ژوبل شو خو هغه بیا هم دغه لوبه وگټله. په دویمه لوبه کې د بهاوي د پښې ټپ لا زیات شو او لوبه ئې خپله ارجنتایني سیال ته وبایلله. د هغه دریمه لوبه له ایتالیايي ورزشکار سره وه چې په ټپې حالت يې په لږو نمرو وبایلله.

که بهاوي خپله دریمه لوبه گټلې وای نو د المپیک په لوبو کې به ئې د برونزو مډال تر لاسه کړی وای. ډیری افغانان وایي که څه هم بهاوي د المپیک په لوبو کې مډال کې ترلاسه نه کړ، خو د مډال د گټلو له پاره د هغه هڅو د په ټپي حالت کې د لوبې کولو هغه بیا هم د افغانانو زړونه وگټل د هغوی اتل شو.

له ارجنتایني سیال سره لوبه

بهاوي د دې لوبې په لومړی پړاو (روند) کې له خپل سیال څخه کومه نمره وا نه خیسته خو د هغه سیال وتوانید چې یوازې یوه نمره تر لاسه کړي.

د لوبې دویم پړاو د بهاوي له پاره ښه نه وه. په دې پړاو کې بهاوي ټپي شو او یوازې یوه نمره ئې تر لاسه کړه خو د هغه حریف سبستاین ادواردو بیا هم وتوانید چې پنځه نمرې تر لاسه کړي او په دې ترتیب سره دویم پړاو ۶ د ۱ په مقابل کې د ارجنتایني لوبغاړي په گټه پای ته ورسید.

د لوبې په وروستي پړاو کې افغان ورزشکار نثار احمد بهاوي، د کومې نمرې په اخیستلو و نه توانید خو د هغه ارجنتایني حریف بیا درې نمرې واخیستې او د لوبې گټونکی شو.

لومړۍ لوبه

تر دې مخکې نثار احمد بهاوي د لندن د المپیک په سیالیو کې د ۸۰ کلیو وزن لرونکو ورزشکارانو په مسابقو کې خپله لومړی لوبه له مراکويي ورزشکار څخه گټلې وه.

نثار احمد بهاوي د خپلې لومړۍ لوبې په لومړي پړاو کې له خپل مراکويي حریف چیرنوبي اسام، څخه دوه نمرې اخیستې وې. خو په دویم روند کې هغه ژوبل شوی وو او مراکويي حریف ئې توانیدلی وو چې له هغه څخه درې نمري وگټي.

د لوبې په دویم روند کې دواړو ورزشکاران ژوبل شوي ول او له همدې کبله څو وارې لوبه درول شوې وه. خو دریم روند ټاکونکی وو. په دې روند کې بهاوې د یوې نمرې په توپیر سره د لوبې گټونکی شوی وو.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ بل افغان ورزشکار روح الله نیکپا، د تکواندو د ۶۸ کیلو وزن لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې د برونزو مډال گټلی وو.

ولسمشر کرزي نیکپا ته مبارکي وویله

افغان ولسمشر حامد کرزي، د جمعې په ورځ د تلیفون پرکرښه د المپیک په سیالیو کېد برونزو د مډال د گټلو له املهافغان ورزشکا روح اللهنیکپا،ته مبارکي وویله.

روح الله نیکپا د المپیک په لوبو کې د برونزو مډال وګاټه
روح الله نیکپا د المپیک په لوبو کې د برونزو مډال وګاټهانځور: Reuters
له مراکويي ورزشکار سره د بهاوي د لوبې انځور
له مراکويي ورزشکار سره د بهاوي د لوبې انځورانځور: AFP/Getty Images

روح الله نیکپا د تکواندو د ۶۸ کیلو وزن لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کېخپل بریتانیاوي سیال ته په پنځو نمرو ماتې ورکړه او دبرونزو مډال ئېوګاټه. دا دویم وار دئ چېافغانستان د المپیک مډال کټي.لومړی مډال هم په ۲۰۰۸ کال کې نیکپا کټلی وو.

د ولسمشر لهدفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کېراغلي ديچېولسمشر کرزيد جمعې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د اگست د میاشتېپهلسمهنیټه» د افغانستان تیم ته تلیفون کړی دئ او هغوی ته ئې د نیکپا د بریا له کبله مبارکي ویلي ده.

په دغه بیانیه کې راغلي: «افغان ورزشکارانو په وروستیو کلونو کېداثابته کړهچې هغوی د نورو هیوادونو لهورزشکارانو څخه کم استعداد نه لري او په سخت زیار او هڅو سره هغوی د لوبو په ډگر کېد افغانستان بیرغ پورته کړ.»

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض