1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنگله دیش: د کښتۍ د ډوبیدو له کبله په لسګونو تنه لادرکه دي

مسعود جهش (AFP, Reuters, dpa, AP)۱۳۹۱ بهمن ۲۰, جمعه

د بنګله دیش په میغنا نومې سیند کې یوه کښتۍ چې شاوخوا سل تنه په کې سپاره ول ډوبه شوې ده. په غرقه شوې کښتۍ کې ځینو سپرو کسانو ځانونه وچې ته رسولي دي خو ویل کیږي چې اوس هم په لسګونو تنه لاردرکه دي.

https://p.dw.com/p/17ar9
انځور: Reuters

پېښه د جمعې په ورځ سهار د غزاریه نومي کلي ته نزدي هغه وخت رامنځ ته شوه چې دغه کښتۍ له یوې بلې کښتۍ سره وجنګیده. په دویمې کښتۍ کې شګه لیږدول کیده نو له همدې کبله ډیر قوي او لویه وه.

تر دې پېښې وروسته کښتې په ډوبیدو شوه. په کښتۍ کې سپرو ډیر شمیر کسانو خپل ځانونه وچې ته رسولي دي، خو بیا هم د هغوی له ډلې څخه یو شمیر لا درکه دي. تر اوسه پورې د لا درکه شوو کسانو شمیر د ۴۰ او ۵۰ تنو تر منځ اټکل شوی دی. ویل کیږي چې ۲۵ کسانو خپل ځانونه وچې ته رسولي دي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي دي چې تر پېښې وروسته په دغه سیند کې د ژغورنې عملیات په لاره اچول شوي دي. دا لا تر اوسه پورې په دقیقه توګه معلومه نه ده چې په دغه کښتۍ کې څومره کسان سپاره ول. په بنګله دیش کې ډیر وخت په دغه شان کښتیو کې د سپرو کسانو دقیق لیستونه نه جوړیږي او ډیر شمیر کسان خپل ټکټونه په خپله کښتۍ کې رانیسي.

په بنګله دیش کې هر کال په سلګونو تنه په سیندونو کې د رامنځ ته شوو پېښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. که څه هم په وروستیو وختونو کې د دغه هیواد حکومت په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی خو ښايي دغه اقدامات کافي نه وي.

د تیر کال د مارچ په میاشت کې د میغنا په سیند کې هغه وخت ۱۴۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې کښتۍ یې له یوې بلې کارګو وړونکي بیړۍ سره وجنګیده. د ۲۰۰۵ کال د فبروري په میاشت کې هم د یوې ورته پېښې په پایله کې ۱۴۹ کسانو د بنګله دیش په «بړيګنګا» نومي سیند کې ژوند له لاسه ورکړی وو.

د بنګله دیش هیواد سمندري چارواکي وایي چې د دغه هیواد په ۹۵ سلنه وړو او لویو سیندونو کې د دغه شان ډیری پېښو د مخنیوي له پاره ډیر کم تدابیر تر لاس لاندې نیول شوي دي.