بنگله ديش: د تيزاب شيندنې يرغلونه
۱۳۸۵ فروردین ۲۲, سهشنبهرف ٪١٠ پيښې محکموته رسيږي. په گڼ شمير پيښوکې مجرمين او د قربانيانوکورنۍ، پرته له دعوی او محکمې نه، روغه جوړه سره کوي او اکثراً بډې يا رشوت خوړونکي پوليسان اوقاضيان د دعوی مخه نيسي.
د تيزاب شيندنې د جنايت پرضدمبارزه: مُنيره » رحمان « چې د بنگله ديش د تيزاب شيندنې د يرغلونوله قربانيانوسره د مرسته کونکې ټولنې ) اې اس اف ( بنسټ ايښودونکې اومشره ده او د روان ميلادي کال د مارچ په مياشت کې، د آلمان د برلين په ښار کې، د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې ايمنسټي اينټرنيشنل له خوا د بشر د حقوقوڅلورمه جايزه ورکړه شوه، په بنگله ديش کې د تيزاب شيندنې د يرغلونو د قربانيانولپاره د خپل ځانگړي کاراوفعاليت له امله ئې، ځانته يوخاص نوم اونښان گټلی دی.
په زرگونو نران خپله کرکه ښيي: د مُنيره » رحمان « ټولنه ) اې اس اف ( د تيزاب شيندنې د يرغلونو، قربانيانو، شميراودلايلوپه هکله معلومات راټولوي اوخپروي. په ٢٠٠۴ ميلادي کال کې، د ښځو د نړيوالې ورځې له امله، مُنيره » رحمان « يوه مظاهره جوړه کړه، په کومې کې چې٥٠٠٠ تنه نرانو د تيزاب شيندنې له يرغلونوڅخه خپله کرکه په علني ډول وښوده.