بنيامين نيتانياهو خپل سياسي هدفونه اعلان کړل
۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبهاعلان
د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو د بيا انتخابېدو په صورت کي خپل سیاسي هدفونه اعلان کړي دي. ده په بيت المقدس کي د خپلو پلویانو په مخکي وویل، چي د بیرته انتخابیدو په صورت کي به د ایران د اټومي پروګرام د ختمیدو له پاره کار وکړي. نيتانياهو وویل، چي اوس د دې وخت رارسیدلی دی، چي تهران متوقف سي. ده له فلسطينیانو سره د سولي د پروسې په اړه ډیر لږ تماس ونیو. خو ویې ویل چي دی د پخوا په ډول له ټولو همسایه هيوادونو سره د خبرو کولو علاقه مند دی. د نظر پوښتنو پر اساس د نيتانياهو د لیکود ګوند د دې ښه چانس لري چي د جنورۍ پر ۲۲ په نوو رامخته سوو انتخاباتو کي په پارلمان کي نور هم غښتلی او ډيري چوکۍ خپلي کړي.