په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د ختمیدو هیله
۱۳۹۵ فروردین ۲۶, پنجشنبهد مایکرو سوفټ شرکت بنسټ ایښودونکي بل گیتس، په نړیواله کچه د ناروغیو پر ضد د مبارزې په برخه کې د خیریه چارو له پاره په میلیونونو ډالر مرسته کړې ده. هغه دغه څرگندونې په دوحه کې د قطر له لوري د «The Lives and Livelihood Fund» خیریه بنسټ سره د ۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې د اعلان پر مهال کړي دي.
دغه خیریه صندوق د «بېل او مېلندا گېتس فونډیشن» او د اسلامي پراختیایي بانک شریک صندوق دی چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې هڅه کوي چې د پولیو یا گوزڼ په شمول ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
بل گېتس په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې یوازې په دوو هیوادونو پاکستان او افغانستان کې د دغې ناروغۍ لږې پیښې پاتې دي. هغه هیله څرگنده کړې ده چې سږ کال او یا هم په راتلونکي کال کې په دغو ځایونو کې د گوزڼ د وروستیو پیښو شاهدان اوسو.
پاکستان لا تر مخه په رسمي توگه په دغه هیواد کې د پولیو پر ناروغۍ باندې لاس برتوب خپل هدف ټاکلی دی. دا په داسې حال ده کې چې په روان میلادي کال کې په دغه هیواد کې تر اوسه د گوزڼ ناروغۍ اته پیښې ثبت شوي دي.
که څه هم افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې لا هم پکښې د گوزڼ پیښې ثبتیږي، خو د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت داسې اټکل کوي چې د دې احتمال شته چې د کامرون، جنوبي سوډان او سوریې په شمول په اتو هیوادونو کې دغه ناروغي بیرته رامنځ ته شي.
بل گېتس چې یو میلیاردر دی او د فوربیز د مجلۍ د رپوټ له مخې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، د ملاریا د ناروغۍ د له منځه وړلو په هڅو کې هم پیژندل شوې څیره ده. د فرانس پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د روان میلادي کال په سر کې هغه د څلورو میلیاردو ډالرو د صندوق د رامنځ ته کولو اعلان وکړ، څو د ملاریا د ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې مرسته وکړي. د «نړۍ ستر قاتل» د ملاریا ویروس انگیرل کیږي.