بلخ: د جرمونو کچه ټيټه سوې، خو مرموز قتلونه ډير سوي
۱۳۸۹ بهمن ۲۵, دوشنبهپه مزار شريف کي د پوليسو د قوماندانۍ د امنيت آمرعبدالروف تاج چي د پوليسو د يوه نوي روزنيز ټولۍ د پرانيستي په مراسمو کي يي وينا کوله د امنيتي وضيعت پر ښه والي له امنيتي ارګانونو سره د ولسي خلکو ملاتړ وستايل.
هغه که له يوې خوا د جنايي جرمونو د کچي د ټيټ والي خبره کوي له بل لوري د هدفي وژنو کچه همغسي لوړه بولي.
په ګوته سوو قتلونو د بلخ ولايت د يو شمير سيمو د اوسيدونکو انديښني را پارولي دي.
په تيرو څو مياشتو کي حکومت ندی توانيدلی چي دغلته د دغو مرموزو وژنو عاملين ونيسي او يا يي هم لږ تر لږه انګيزه معلومه کړي.
ډيری بلخ ميشتي په دي اند دي چي دغه وژني د يوي ډلي له لوري په دستوري توګه تر سره کيږي. خو تاج دغه خبره نه مني.
«د غلاوو او نورو جرمونو په برخه کي پنځوس سلنه کمي راغلي خو د مشخصو وژنو په برخه کي بايد ووايم چي دغه وژني تل له کورنيو لانجو زيږنده دي چي سياسي نه شو ورته ويلای».
هغه شميره چي د بلخ ولايت د پوليسو مشرتابه يې نه مني ښيي چي، يوازي په تيرو شپږو مياشتو کي۳۰۰ تنه قومي مشران او مخور په مرموز ډول له مينځه وړل سوي دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالروف تاج وايي پوليسو ته دنده سپارل سوي چي په دغه ولايت کي د امکان تر حده د ټولو رامنځ ته کيدونکو امنيتي ستونزو مخه ونيسي خو کله نا کله ځيني داسي پيښي رامنځ ته کيږي چي بيلګي يې د نړۍ په هر هيواد کي ليدل کيږي.
کله چي د رسنيو له لوري د وژنو خبرونه خپريږي ورسره جوخت خلګ د نيوکي ګوته افغان امنيتي ځواکونو په خاصه توګه پوليس ځواک ته نيسي.
هغوی وايي چي کورني سرتيري په مسلکي توګه ندي روزل سوي نو ځکه هغوی نسي کولای له سازمان سوو جرمونو سره مسلکي عمل وکړي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل