1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجیم نه رغیدونکو ماشومانو ته د مرګ غوښتنې د فعالې مرستې اجازه ورکړه

دویچه ویله/سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۵, جمعه

که چیرې یو ماشوم په داسې ناروغۍ اخته وي، چې درملنه یې نه کیږي او پخپله خوښه مرگ غواړي، نو د بلجیم ډاکټران اجازه لري له دغه ماشوم سره د مرګ په غوښتنه کې له هغه سره فعاله مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1B8YJ
انځور: picture-alliance/dpa

17427923

په طبابت کې فعاله مرسته دې ته وایي چې ډاکټر د ناروغ په خوښه هغه ته د مرګ درمل ورکړي. د اوتانازي (Euthanasie) یا د انسان په مرگ کې د فعالې مرستې په اړه وروستۍ بندیز له منځه ولاړ. په بلجیم کې په دې اړه د میاشتو راهیسې د دغه پریکړې د پلویانو او مخالفینو تر منځ توده بحثونه روان ول چې آیا نابالغو کسانو سره د مرگ په برخه کې مرسته ممکنه او ده که نه. په پای کې په دغه ډول د مرگ غوښتنې پلویان پر دې موفق شو، ځکه چې د سنا د مجلس وروسته د دغه هیواد پارلمان په قانون کې د تغییر راوستلو له کبله هم په دې اړه موافقه وکړه.

په بلجیم او هالنډ کې د مرگ غوښتنې له پاره مرسته، له ۲۰۰۲م کال راهیسې قانوني بڼه لري. په داسې حال کې چې هالنډ په دې اړه د ۱۲ کلنۍ عمر ټاکلی دی، خو بلجیم بیا په دې برخه کې د عمر محدودیت هم له منځه وړی دی.

په دې اړه چې له ماشومانو سره د نه رغیدونکو ناروغیو په برخه کې د مرگ غوښتنې مرسته به ممکنه شي، په بروکسل کې د سرطان د ناروغۍ څیړونکی او ډاکټر یان بېرنهایم، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دغه ماشومان له رواني لحاظه د دوی د اصلي عمر په پرتله سالم او بالغه دي. په دې دلیل د بلجیم د ماشومانو ډاکټران دا هیله لري چې په دې مورد کې د مرگ غوښتنې، یوه غوښتنه عملي کړي.»

نورو ډاکټرانو بیا د دې پر ضد خپل مخالفت اعلان کړی دی او د فبروري په میاشت کې یې په دې اړه یو احتجاجي لیک ولیکه چی پکښي راغلي دي: حتی یو لږ « واقعیبنانه میتود» هم وجود نه لري، چې د هغه له مخې د ماشومانو د اړین قضاوت توانمندي تشخیص کړای شي.

په عین حال کې د عیسویانو، یهودانو او مسلمانانو یو مذهبي اتحاد هم د مرگ د دغه ډول غوښتنې سره مخالفت ښوولی وو، خو کومه نتیجه یې ور نه کړه. خو یوازې د بلجیم پاچا کولای شي، چې د قانون د تغیر په اجرائیوي مرحله کې د هغې مخنیوی وکړي، خو برعکس د هغه لاسلیک د دغه قانون په پای کې لیدل کیږي.

آیا په دې هکله چې بلجیم کیدلای شي د آلمان له پاره یوه بیلگه اوسي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د بشري خواخوږوو پر بنسټ ولاړ مرګ نومې ټولنې مشره اېلکه بېزنر، یې په تائید وايي: «زه کولای شم دا تصور کړم.»

تر اوسه په آلمان کې خپله د مرگ غوښتنې په برخه کې فعاله مرسته کول په بشپړه توگه منع دي. خو د بیزنر له نظره په بلجیم کې دغه پریکړه ښایي آلمان هم تر خپل اغیز لاندې راولي. خو دا چې په بلیجم کې دغه پریکړه د ماشومانو په اړه کیږي، طبعي خبره ده چې د عاطفې له نظره د زیات عمر لرونکو کسانو سره توپیر لري. په دې اړه بېزنر زیاتوي: «د بلجیم برعکس، دلته په آلمان کې په عامه سطحه او د سیاستوالو تر منځ په دې اړه کافي بحثونه نه دي تر سره شوي.»

د مرگ غوښتنې پر وخت د فعالی مرستې مخالف، اویگن برایش، چې د آلمان د «ناروغانو څخه د حفاظت» له بنسټ سره تړاو لري، په بلجیم کې د اوتانازي، د قانون د لمن پراخیدل له یوه سیلاب سره پرتله کوي. هغه له یوه آلماني تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې په هالنډ کې د دغه قانون د اجرا کیدو وروسته پخپله خوښه مرگ غوښتنه کې د فعالې مرستې د غوښتنې پیښې په یوه کال کې له ۲۳۵ څخه ۱۴۰۰ ته لوړې شوې دي. هغه زیاته کړې ده: «زه له خپل ځانه پوښتنه کوم، دوه کلن، پنځه کلن او اته کلن ماشومان څرنگه کولای شي په دې اړه مستقله پریکړه وکړي؟»

اېلکه بېزنر، وایي چې پرته له شکه ماشومان په دغه عمر کې د تصمیم نیولو حد ته نه وي رسیدلي. هغه زیاتوي: «دلته تر ټولو لومړی خبره د هغو ځوانانو په اړه ده چې عمرونه یې له اتلسو کلونو څخه کم وي. زه ډاډه یم چې یو ځوان په دغه عمر کې پر دې پوهیږي چې د ده له جسم سره څه کیږي او دی پر دې هم پوهیږي چې له دې ناروغۍ نه، نه رغیږي اوښایي دی هم نور له دې سره لیوالتیا و نه لري چې روغتیایي وضعیت یې نور هم خراب شي.»

د آلمان د اېسن د ښار د عمومي کلینک څخه ډاکټر اېکهارد ناگل، د یوه انسان پخپله خوښه د مرگ غوښتنې مسئلې ته د شک او تردید په سترگه گوري، ځکه چې د هغه له نظره «دا په بشپړه توگه له حد او پولې څخه اوښتل دي.»

د بلجیم هیواد د سنا د مجلس د پریکړې څخه وروسته اوس په بروکسل کې د استازو مجلس هم په دې هکله یو تعدیل شوی قانون چې له میاشتو راهیسې پرې بحثونه روان ول، تصویب کړ. د دغه قانوني تعدیل له مخې چې د ۲۰۰۲ کال څخه را پدیخوا د لویانو له پاره د مرګ غوښتنې د فعالې مرستې اجازه ورکوي، اوس یې لمن د نه رغیدو وړ ماشومانو ته هم اوږده کړای شوه. البته دغه اجازه یوازې په هغه صورت کي کیږي چې یو ماشوم په داسې یوې ناروغۍ اخته وي چې په هیڅ صورت سره د درملنې وړ نه وي او «جسما د نه زغملو وړ درد څخه» رنځ وړي.

سر بیره پر دې دا هم باید روښانه وي چې دغه ماشوم په نزدې وختونو کې ښایي په طبیعي مرګ خپل ژوند له لاسه ورکړي. دغه قانون زیاتوي چې د ماشوم مور او پلار هم باید موافقه وکړي.