بلجیم غواړی په افغانستان کی د خپلو سرتېرو شمېر نیمایی ته راکښته کړي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعهاعلان
بلجیم غواړي د روان کال د سپتمبر په میاشت کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تقریباً تر نیمایي پورې راکښته کړي. د دغه هیواد صدراعظم ایلیو دي روپو، د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پارلمان کې وویل چې سږکال به لا د ۶۲۶ سرتېرو شمېر ۳۶۰ تنو ته راکم سي. خو تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د دغو سرتېرو د موجودیت په هکله تر اوسه کومه پرېکړه نه ده سوې.
ناټو په ۲۰۱۰ کال کې لا فیصله وکړه چی له افغانستان څخه د نړیوالو جنګی قواوو راایستل به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوری بشپړ سي. او تر هغه د مخه باید په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو څخه د امنیت مسئولیت ورسپارل سي.