1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجيمي ځواکونه له افغانستانه وزي

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

د بلجيم ځايي رسنۍ وايي، دغه هيواد په پام کي لري چي د رواني اکتوبر مياشتي له ۶ څخه تر ۱۶ نېټې پوري خپل سرتيري له افغانستانه را و باسي.

https://p.dw.com/p/16I1X
انځور: AFP/Getty Images

بلجمي سرتيري په افغانستان کي د کابل د نړیوال هوايي ډگر ساتنه پرغاړه لري. بلجيم د دغه ماموريت له پاره افغانستان ته ۳۰۰ سرتيري لېږلي ول.

رسنۍ ليکي چي د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي به اوس هم ۱۵۰ تنه بلجيمي سرتيري پاته سي. دغه هيواد تر اوسه په افغانستان کي انساني تلفات نه لري.

په افغانستان کي د بلجيم هيواد پوځي ماموريت د روان کال د سپتمبر د مياشتي پر ۳۰ نېټه د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېد. په پام کي ده چي د دغه هيواد پوځي وسايل به د هوا له لاري ترکيې او بيا وروسته د اوبو له لاري بلجيم ته ولېږدول سي.

له افغانستان څخه د بليجمي ځواکونو د بيرته وتلو او وسايلو پر انتقال باندي نزدې درې ميليونه يورو مصرف راځي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي له افغانستان څخه ټول بهرني سرتيري وزي د بلجيم هيواد ډير لږ پوځيان به په دغه هيواد کي د افغان ځواکونو د روزني له پاره پاته سي.

بلجيمي ښوونکي به د افغانستان هوايي ځواک ته روزنه ورکړي. په دغه روزنه کي به ۶ F-16 ډوله جنگي بم غورځونکي الوتکي په مياشت کي ۲۰۰ ساعته والوزي.

ايساف په افغانستان کي نزدې ۱۱۵ زره سرتيري لري او اوس په دې تلاښ کي دي، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د افغانستان څخه تر وتلو دمخه افغان امنیتي ځواک وروزي.

په پلان کي ده، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري به افغان امنيتي ځواکونه د ټول هيواد امنيتي مسئوليت پر غاړه واخلي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم