1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشر: پاکستان بايد په صداقت همکاري وکړي

۱۳۹۰ شهریور ۶, یکشنبه

پاکستاني چارواکي وايي، چي يوه ډله طالبانو د افغانستان څخه د پاکستان په چترال سيمه کي د سرتيرو پر څو چوڼيو بريدونه کړي او شاوخوا ۲۵ تنه يې وژلي دي. خو افغان کارپوهان وايي چي دا خپله دپاکستان زيږنده ده.

https://p.dw.com/p/12Oyt

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، وروسته له هغي چي د افغانستان له خاوري څخه د سل ګونو وسله والو کسانو له خوا د د هغه هيواد په سرحدي سيمه کي25  پاکستاني سرتيري ووژل سول، اسلام آباد د کابل پر ضد احتجاج وکړ.

په دي اړه مو د سياسي چارو له کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومود پوهنځي له استاد ښاغلي فاروق بشر سره لنډه مرکه کړي.

دويچه ويله: ښاغلي بشر د پاکستان دا تورونه پر ځای دي چي وايي دغه طالبان د افغانستان له خاوري ور اوښتي؟

بشر: څه موده دمخه د پاکستان عسکري قواوو پر کنړ او جلال آباد ګزارونه وکړل او خلک يي ووژل، افغانستان له پاکستانه وغوښتل چي دغه بريدونه ودروي، سوال دلته دی، چي دغه کسان چي اوس ويل کيږي چترال ته ور اوښتي ډير وخت د پاکستان له خاوري افغانستان ته را اوړي او بريدونه کوي، دغه ډول بريدونه ډير پر کنړ کوي، دا هغه طالبان دي چي کرزی يي د مخ نيوي تقاضا کوي. اسلام آباد بايد پوه سي، چي دا هغه طالبان دي چي افغانستان ورسره په جګړه کي دی.

دويچه ويله: ستاسو په نظر دا بريدونه د چا له لوري تر سره کيدای سي؟

 

بشر: دا بريدونه د هغو کسانو له لوري کيږي چي د پاکستان له دولت سره په جګړه کي دي، د پاکستان دولت په وزيرستان کي جګړه پيل کړي او دا هغه عناصر دي چي پر پاکستان باندي متقابل غچ اخيستونکي بريدونه کوي. دا کسان زموږ خلک نه دي او اسلام آباد بايد له افغانستان څخه تقاضا و نه کړي، چي د هغوی مخه ونيسي. اصلي خبره بل چيري ده، امريکا اوس غواړي له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي او له دغه کار څخه ايران او پاکستان دواړه په ويره کي دي او پاکستان دغه ډول ګډوډۍ رامنځ ته کوي تر څو خپلو خلکو او د سيمي نورو هيوادونو ته وښيي چي د امريکا حضور دلته د حکومتونو په زيان دی.

 

دويچه ويله: کابل او اسلام آباد کوښښ کوي، چي د اعتماد فضا رامنځ ته کړي دغسي بريدونه اړيکي نوري هم نسي زيانمنولای؟

 

بشر: اسلام آباد بايد په دي پوه وي چي، د ډيورنډ کرښه ډيره اوږده کرښه ده او دلته نه يوازي دا چي دا اوږده پوله افغان دولت او پاکستان نه سي کنټرولولای، بلکي دا کار د نړيوالي ټولني هم له وسه پورته دی، نو غيري له دې، چي د دواړو خواوو روابط حسنه شي بله لاره نه سته، زموږ سره حسن نيت سته خو له پاکستان سره نسته.

 

دويچه ويله: فکر کوی، چي په پاکستان کي د القاعدي ډلي د دوهم نمبر مشر عطيه عبدالرحمن وژنه په چترال کي د پاکستان پر پوځي پوستو له سويو بريدونو سره تړاو لري؟

 

بشر: تاسو پوهيږي چي د افغانستان او پاکستان او اسلام آباد واشنگټن روابط تر هغه وروسته چي بن لادن په پاکستان کي ووژل سو ډير ترينګلي سوي دي، امريکايانو وويل چي موږ په هر ځاي کي چي د القاعدي مشرانو پيدا کړو هغه وژنو، اوس پاکستان هڅه کوي چي حقايق پټ کړي، دغه تروريستي حرکتونه چي په پاکستان کي دي او افغانستان ته هم را پراخيږي او په دي کي په خپله پاکستان لاس لري او په خاصه توګه د پاکستان پټ څآري اداره.

 

دويچه ويله: د افغانستان اوپاکستان تر منځ په ګډه پوله کي د افغان، پاکستاني او ناټو ځواکونو د همغږۍ ګڼ شمير مرکزونه هم شتون لري نو ددغسي پيښو لکه  اوس چي په چترال کي رامنځ ته سوې، شونتيا په څه کي ويني؟

 

بشر: زه په دي عقيده يم چي تر هغه وخته چي پاکستان د زړه له کومي په صداقت د سولي پروسه تعقيب نه کړي او هغه طالبان له مينځه يونسي چي د اي اس اي له لوري ملاتړ کيږي، دغه شخړه لا پسي زياتيږي او هره ورځ چي د سولي خبري رامنځ ته کيږي هغوی هڅه کوي چي اوبه خړي کړي او کبان ونيسي، نو پاکستان بايد يوازي له افغانستان سره نه، بلکي له ناټو، امريکي او ټولي نړيوالي ټولني سره په صداقت همکاري وکړي.

مرکه کونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل