1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونه: سوريې د ياغيانو پر ضد چريي بمونه کار کړي دي

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16PuM

د بخښني نړيوال سازمان ويلي دي چي د سوريې ريژيم پر ياغيانو باندي کلسټر بمونه کار کړي دي. په نړيواله توگه د دغو بمونو استعمال د مخنيوني هڅه کيږي. دغه سازمان په نيويارک کي پخپل راپور کي ويلي دي چي د سوريې د پوځ الوتکو په حلب او دمشق کي پر ياغيانو باندي دغه ممنوع بمونه غورځولي دي. د راپور له مخي د کارول سوو بمونو له پاته شونو څخه معلوميږي چي دا په روسيه کي جوړ سوي ول. د راپور له مخي د دغو بمونو پاتي شوني په هغو ويډيويي فلمونو کي ښکاري چي ياغيانو په انټرنټ کي خپاره کړي دي. په عيني حال کي ترکيې د سوريايي الوتکو لپاره خپل هوايي قلم رو بندی کړی دئ. د دې دمخه سوريې پر ترکيي باندي خپل هوايي حريم بند کړی وو.