1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشري حقونه: بن کنفرانس کي دي د سولي پر پروسې بحث وسي

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، زياتره افغانانو نور د جنګ د دوام توان له لاسه ورکړی دئ. مدني ټولني او د بشري حقونو فعالينو په خپل يوه تازه راپور کي ناامني د افغانانو تر ټولو ستره ستونزه بللې ده.

https://p.dw.com/p/13MKp
په بن کي د نړيوالو کنفرانسونو تالار
په بن کي د نړيوالو کنفرانسونو تالارانځور: picture-alliance/dpa

په دغه راپور کي افغان حکومت، نړيوالي ټولني، او د دولت وسله والو مخالفينو ته وړانديزونه شوي.

راپور کاږي، چي بشري ارزښتونه په هيواد کي د سولي د ټينګښت يوازنی عامل دئ، نو ځکه بايد دولت دي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي او نړيوالي ټولني ته هم په کارده، چي پر دغو ارزښتونو څارنه وکړي.

د هغو پروژو مالي ملاتړ دي وکړي، چي د لري پرتو سيمو د خلکو په ژوند کي د مثبت بدلون سبب ګرځي.

دغه راز، په راپور کي د دولت له وسله والو مخالفينو هم غوښتنه شوې، چي جنګي قوانين دي په پام کي ونيسي او خپل بريدونه دي پر عامه هستوګنځايونو، ديني مرکزونو، روغتونونو او ښوونځيو کي نه ترسره کوي او په هيواد کي دي د يوې تل پاتي سولي په موخه له دولت سره د روغي جوړي خبرو ته کښېني.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مرستيال فهيم حکيم د يکشنبې په ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل، بې عدالتي، د حاکميت ضعف، د فساد ډيروالی، د اقتصادي او ټولنيزي پراختيا نشتوالی، بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته نه پاملرنه په افغانستان کي د سولي په وړاندي ستر خنډونه دي.

«راپور افغان حکومت ته وړانديز کوي چي په افغانستان کي د سولي له پاره يوه واحده او هراړخيزه تګلاره ترتيب کړي، چي په هغې کي د افغانستان د ټولو خلکو غوښتني په رڼه توګه انعکاس ومومي.»

دغه راز، په افغانستان کي د پراختيايي مؤسسې مشر احمد راشد وطنپال وايي، د ټول هيواد په کچه د يوناما په مرسته د سولي په اړه بحثونه پيل شوي.

په دې بحثونو کي به د سولي له پاره غوښتني او وړاندي شوي طرحي د بن کنفرانس ګډونوالو ته وړاندي شي.

بشري حقونه او د مدني ټولنو بنسټونه په داسي حال کي په افغانستان کي د سولي پر ټينګښت ټينګار کوي چي تيرې دوې ورځي په بن کي تر غونډي مخکي د مدني ټولني یو کنفرانس را بلل سوی وو.او د بن کنفرانس له پاره يې خپل استازي وټاکل.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل