1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقوقو ډلې: د کم عمرو نجونو ودونه دې بند شي

آژانسونه / ع.ب.ح.۱۳۹۵ تیر ۳۱, پنجشنبه

وروسته له هغې چې یوه ۱۴ کلنه حامله داره نجلۍ له سوځیدو څخه وروسته مړه شوه، د بشري حقونو ډلو له افغان حکومت څخه د کم عمرو نجونو د وادولو د منع لپاره غږونه پورته کړي دي

https://p.dw.com/p/1JT1p
12-jähriges Mädchen vor Zwangsheirat in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa

د غور په ولایت کې د چارواکو له خولۍ د رپوټونو له مخې د زهرا نومې ځوانې نجلۍ کورنې وايي چې هغه د خپل میړه له خوا ربړول شوې او وروسته له هغې ورته اور اچول شوی دی.

خو د زهرا د میړه خپلوان بیا ټینگار لري چې هغې خپله ځان ته اور اچولی دی. زهرا هم چې ۴ میاشتنی ماشوم یې په نس ؤ، له مړینې څخه مخکې ویلی ؤ چې هغه د «بدو» د ناوړه دود قرباني ده، هغه یو دود چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره یوه نجلۍ په زور د مقابلې کورنۍ نارینه ته ودیږي.

«سخته زړه برېښوونکې پېښه»

د زهرا مړینې په ټول افغانستان کې د مدنې ټولنو او د بشري حقونو د فعالینو په مینځ کې غوسې راوپارولي. هغوی د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د ماشومانو د ودولو رسم ته دې د پای ټکې کیږدي. په هغې یوې وینا پاڼې کې چې د «سیف چیلدرن» یا «ماشومان وساتئ» نومې سازمان له خوا خپره شوې ده، راغلي دي: «دا یوه ډيره سخته زړه بریښوونکې پیښه ده چې زهرا له هغې سره مخامخ شوې ، هغه یوه غمجنه پیښه چې له عقل څخه وتلی ده.»

په وینا پاڼه کې وړاندې راغلي دي:« د زهرا پیښه څرگندوي چې په زور د یو ماشوم ودول څه غمیزه رامنځ ته کوي، که څه هم مونږ پوهیږو چې د هغې ودول په دی هیواد کې یواځنې پیښه نه ده. دغه ناوړه دود د افغانستان په مختلفو برخو کې رواج لري.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په نوموړي هیواد کې د ماشوم جبري ودونه مخ پرزیاتیدو دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې، سیما ثمر په دې اونۍ کې خبریالانو ته وویل:«په ځینو سیمو کې چیرته چې ناامني او بې وزلي ده، ځینې کورنې خپلې نجونې په ډير کم عمر کې ودووي ترڅو په اصطلاح د هغوی له غمه ځان خلاص کړي.»

«د واده قانوني سن ۱۶ کاله»

د «سیف چیلدرن» د سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د نجونو لپاره د واده قانوني سن ۱۶ دی. خو دیرې هغه ښځې چې اوس۵۰ کلنې ته رسیدلي، کابو ټولې د ۱۵ کلنې څخه مخکې واده شوي دي.

نوموړي خیریه سازمان وویل:« دا د ماشوم پر بنسټيزو حقوقو باندی ښکاره تیری دی.» هغه سازمان دا هم وویل:«زهرا اونور ډير زیات ماشومان چې په زور واده شوي دي د ښووني او روزنې له حقوقو، مصونیت او د خپل راتلونکی برخه لیک ټاکولو حقوقو څخه بې برخې کړاې شوي دي.»

د زهرا مړینه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د هغې په ولایت، غور کې یوه ځوانه نجلۍ په تیر نومبر کې د زنا په تور سنگسار شوه. دغه راز د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې فرخنده چې په غلطه توگه تورنه شوې وه چې گواکې قرآن ته یې اور اچولی دی، په عام محضر کې په کابل کې په لومړي سر کې ووهل شوه او بیا اور ورته واچول شوو.

پر ورته موضوع لاندنی انځوريز البوم کتلای شئ: