بشري: اته خصوصي امنيتي کمپنۍ منحل سوې
۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبهدغه ګام د ولسمشر کرزي د ځانګړي فرمان په ترځ کي چي په خپريدو يې يوه مياشت او څورځي تيريږي پورته کړای سوي دي.
ويل کيږي چي د بلک واټر په نامه د امريکايي امنيتي کمپنۍ ځيني وسلي هم په دې لړ کي را ټولي سوي دي.
دغه کمپنۍ په افغانستان کي د يو شمير امريکايي تاسيساتو د ساتلو دنده لري چي د امريکي د سفارت د يوې برخي امنيتي پالنه هم ور په غاړه وه.
د کورنيو چارو وزارت نطاق زمري بشري تيره ورځ په کابل کي د يوې خبري ناستي پر مهال وويل چي د امنيتي خصوصي کمپنيو دبې وسلي کولو لړۍ په دريو پړاونو کي تر سره کيدونکې ده.
« د وسله والو شخصي امنيتي کمپنيو د ړنګولو پلان پر درو برخو ويشل سوي. په لومړي سر کي هغه کمپنۍ بې وسلي کيږي چي وسله وال غير قانوني چريکان لري.»
د هغه په خبره په دوهم ګام کي هغه «وسله والي ډلګي چي د ولايتونو په کچه د فعاليت موقعت جوازونه لري، په دريم پړاو کي هغه امنيتي کمپنۍ چي پر لويولارو د لوژستيکي کتارونو بدرګه کوي».
د کورنيو او بهرنيو خصوصي امنيتي شرکتونو د ړنګولو او له چريکانو څخه يي د وسلو د راټولولو لړۍ يوه مياشت دمخه پيل سوې ده.
دا چي تر اوسه پوري په ملک کي دننه د ۵۲ کورنيو او بهرنيو خصوصي شرکتونو څخه څومره وسله را ټوله سوې په اړه يي بشري وويل چي د پروسې د پيل څخه تر اوسه پوري ۴۴۵ بيلابيل ډوله وسلې را ټولي سوي او ډاياگ ته سپارل سوي دي.
جمهور رئيس حامد کرزي شاوخوا يوه مياشت دمخه د يوه فرمان په ترځ کي د ټولو امنيتي خصوصي کمپنيو د ړنګولو امر وکړی.
اوس مهال ۵۲ ثبت سوي او بې جوازه خصوصي امنيتي کمپنۍ په افغانستان کي فعاليت لري چي ۳۶ يې کورنۍ او ۱۶ يي بهرنۍ دي.
اوس د شخصي امنيتي کمپنيو د ړنګيدو د ضرب الاجل څخه شاوخوا يوه مياشت تيريږي او ټاکل سوې چي د دريو مياشتو په ترځ کي به ټولي امنيتي خصوصي کمپنۍ بې وسلې سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل