1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بشارالاسد ته د سعودي عربستان گواښ

۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هیواد یې ښایي د بشارالاسد د لیري کولو له پاره د یوه پوځي انتخاب په هکله غور وکړي. خو هغه ټینگار کړی دی چې دې ته لومړیتوب ورکوي چې یو سیاسي حل د بشارالاسد د رخصتیدو سبب وگرځي.

https://p.dw.com/p/1Gfyl
Syrien Präsident Bashar al-Assad
انځور: picture alliance/dpa/Syrian Arab News Agency

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې بشارالاسد یا باید پخپله له واکه لاس پر سر شي او یا په زور له واکه گوښه کیدو ته مخامخ شي. هغه په عین وخت کې د سوریې د پاڅون کوونکو ډلو ټپلو د ملاتړ د ډیرښت په هکله خبرداری ورکړی دی.

الجبیر د روسیې له خوا له اسد سره د نړیوال ائتلاف د مرستي له پاره غوښتنه چې پر خپل سر د نومول شوي «اسلامي دولت» پر ضد جنگیږي، رد کړې ده. هغه ویلي دي چې د سوریې د ولسمشر له پاره به غوره انتخاب له واکه گوښه کیدل وي.

الجبیر په نیویارک کې د سعودي عربستان له متحدینو سره تر لیدني کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: «روسیې او نورو ټولو ته په درناوي سره، په سوریه کې د بشارالاسد له پاره کومه راتلونکي نه شته.»

دوه انتخابه

د الجبیر په خبره د سعودي عربستان له نظره په سوریه کې دوه ډوله جوړ جاړی رامنځ ته کیدای شي: «یو انتخاب سیاسي پروسه ده چې په ترڅ کې به یې یوه انتقالي شورا رامنځ ته شي.» هغه دا انتخاب تر ټولو غوره بللی دی.

هغه زیاته کړه او د خبرداري په توگه ویلي دي: «بل انتخاب پوځي انتخاب دی، چې هغه به هم بشارالاسد له واکه گوښه کړي. خو دا به یوه اوږده او ورانونکي پروسه وي، خو انتخاب په بشپړه توگه د بشارالاسد دی.»

الجبیر د یوه پوځي انتخاب په هکله جزئیات په ډاگه نه کړل، خو دې ته یې اشاره وکړه چې سعودي عربستان لا تر مخه د بشارالاسد پر ضد جگړه کې د «منځلارو پاڅون کوونکو» ملاتړ کوي.

هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې د بشارالاسد له پاره به تر ټولو ښه انتخاب د ژنیو ۱ تړون د اصولو منل وي چې په ۲۰۱۲م کال کې د سولي په یوه کنفرانس کې لاسلیک شوی وو. دغه تړون د یوه مؤقتي حکومت جوړیدو ته زمینه برابروي.

د البجیر په خبره د دغه پلان له مخي بشارالاسد باید واک یوې اجرائیوي شورا ته وسپاري چې د رژیم او اپوزیسیون له اشخاصو به جوړه وي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې غواړي له روسیې او ایران سره د سوریې د کړکیچ د ختمولو پر سر خبري وکړي. دغه کړکیچ چې څه د پاسه څلور کاله پرې اوړي تر اوسه تر۲۵۰ زرو د زیاتو انسانانو ژوند اخیستی او په میلیونونو سوریایان یې له خپلو ټاټوبو کډه کولو ته اړ کړي دي. روسیې او ترکیې د یوې غونډي وړاندیز کړی دی چې پکښې امریکا متحد ایالات، روسیه، سعودي عربستان او ایران هم گډون ولري.

متحده ایالات د کړکیچ د هر ډول حلولو په ترڅ کې له واک څخه د بشارالاسد د گوښه کیدو پر سر ټینگار کوي. الجبیر په ضمني توگه پر امریکا متحدو ایالاتو او د بشارالاسد رژیم پر نورو مخالفینو باندي له کړکیچ څخه اروپا ته د زرونو کډوالو د ډله ییزې تیښتې له کبله هم نیوکه وکړه.

هغه وویل چې سعودي عربستان په لومړي سر کې د الوتنې د ممنوع سیمي او د سوریې اپوزیسیون د مجهزولو له پاره غږ کړی وو او په وینا یې که چیري دا کار مخکې تر سره شوی وای «نو نن به موږ په داسې یوه وضعیت کې نه وای.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب