1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برېکسيټ ـ د لندن ښاروال د هسک مقام پر لور

ساميرا شاکله / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۳, پنجشنبه

که په ولسپوښتنه کي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو په پلوي اکثريت رايي واچول سي، نو ښايي د لندن پخوانی ښاروال راتلونکی لومړی وزير وي. ايا بوريس جانسن د لومړي وزير کېدو چانس لري؟

https://p.dw.com/p/1JBns
Großbritannien Brexit
انځور: Reuters/N. Hall

د پنجشنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۳مه نېټه) د ولسپوښتني نتايج به وښيي چي ايا بريتانيه به د اروپايي اتحاديې غړی هيواد پاته سي او که به ورڅخه بېل سي. د لندن پخوانی ښاروال بوريس جانسن د زيات وخت راهيسي د دې پلوی دی چي بريتانيه دي له اروپايي اتحاديې جلا سي.

بوريس جانسن حتی د روان کال د جنورۍ په مياشت کي لا اعلان کړی ؤ چي د برېکسيټ يا له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو په حق کي به کامپاين وکړي. د نوموړي د دغه اعلان وروسته په بريتانيه کي د برېکسيټ بحث تغير وخوړ. دا په داسي حال کي چي بوريس جانسن هم په محافظه پالو او هم په عامه محضر کي مينه وال لري. د برېکسيټ په پلويانو کي د جانسن اضافه د دې لامل سوه چي د دغه اړخ وزن تر پخوا زیات سي، دا په داسي حال کي چي تر مخه د برېکسيټ د اړخ پلوي کوونکي سياستوال داسي کسان ول چي زیات نومور نه ول.

د قانع کولو هڅې

ويل کيږي چي لومړي وزير ډېوېډ کېمرون په اونيو اونيو هڅي وکړې چي جانس په دې قانع کړي چي د برېکسيټ پر خلاف کامپاين وکړي. نظرپوښتنو مخکي له مخکي وړاند وينه کړې وه چي که جانسن د برېکسټ پلوي پېل کړي نو به دا د ولسپوښتني يا رېفراندم پر پايلو ښکاره اغېز ولري. په رشتيا همداسي وسوه.

د پوليتيکس په نوم خبري انټرنټپاڼي مرستيال مسؤل مدير آدم بينکوف د بوريس جانسن په هکله وايي چي جانسن ښکاره او روښانه خبري کوي. بېنکوف زياتوي: «هغه بعضي وختونه هغه موضوعات څېړي او ورباندي خبري کوي چي نور سياستوال ورڅخه ډه ډه کوي. که څه چي دا بعضي وخت تاواني هم تماميږي خو د خلکو جانسن نه هيريږي. خلک هغه پېژني او هغه په بريتانيه کي تر ټولو محبوب سياستوال دی.»

يو شمېر کسان وايي چي جانسن د خپل شخصي او سياسي مطلب له پاره د برېکسيټ د پلويانو مشري په غاړه اخيستې. د دغو نظرونو له مخي پخپله جانسن د خپلې سياسي مفکورې له کبله نه بلکه په دې خاطر د برېکسيټ د پلويانو مشري په غاړه اخيستې چي د محافظه پالو په خپل ګوند کي د مشر کېدو خپل چانسونه بهتره کړي.

که بريتانويان په رشتيا هم له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو په حق کي اکثريت رايي واچوي، نو به د اکثره اټکلونو له مخي لومړی وزير ډېويډ کېمرون استعفی ورکړي. په داسي يو صورت کي دمګړی د جانسن د لومړي وزير کېدو زښت زيات چانسونه ليدل کيږي. جانسن څوک دی او د هغه د محبوبيت راز څه شی دی؟ګټونکې څهره

د دې څخه تر مخه چي جانسن سياست ته مخه وکړي هغه يو بريالی ژورنالست ؤ. هغه د نامتو ورځپاڼو لکه «ټايمز» او «ډېلي تليګراف» له پاره ليکنې کولې او په ۱۹۹۹ کال د محافظه پالې مجلې «دې سپېکټېټر» مسؤل مدير سو. نوموړي په ۲۰۰۱ کال له دغې دندي استعفی وکړه او د پارلمان غړی سو. خو هغه د ورځپاڼو له پاره خپلو ليکنو ته ادامه ورکړه.

جانسن د لندن د ښاروال په توګه د کار پر وخت په رشتيا دومره معاش نه درلود، لکه څومره زياتي پيسې چي يې د ژورنالست په توګه ګټلې. نوموړي ۸ کاله د لندن د ښاروال پاته کېدو وروسته بېرته پارلمان ته مخه وکړه او د ولسي جرګې غړی سو.

جانسن د خپلې خوشکلامۍ له کبله هم زيات شهرت لري. زيات خلک په هغه کي د لوېديځ د نورو سياستوالو په پرتله د زيات رنګين سياستوال څهره ويني. جانسن د بېلګي په توګه د ۲۰۰۵ کال د ټاکنيز کامپاين پر وخت ويلي ول: «که تاسو محافظه پالو ته رايي ورکړئ، نو ستاسو د مېرمنو سينې به لوی سي او تاسو به د بي اېم ډبلو د ايم درې ماډل څښتنان سئ.»

کله چي جانسن په ۲۰۰۸ کال د لندن د ښاروالۍ له پاره انتخابات د کارګر ګوند له کانديد څخه وګټل، نو دا د زیات وخت وروسته د محافظه پالو له پاره لومړۍ لويه بريا وه.کمزره کامپايني تګلاره

د هغه باوجوده چي جانسن د خپلو غېر متوقع څرګندونو او خبرو له پاره مشهور دی، د زيات وخت راهيسي داسي اټکلونه کيږي چي هغه به د مشهور پوهنتون فارغ التحصيل ډېويډ کېمرون پر شا کړي او د هغه ځای به ونيسي.

جانسن او کېمرون دواړو له آکسفورد پوهنتون څخه تحصيلي اسناد تر لاسه کړي
جانسن او کېمرون دواړو له آکسفورد پوهنتون څخه تحصيلي اسناد تر لاسه کړيانځور: picture alliance/empics/Y. Mok
جانسن د اروپايي اتحاديې د غړيتوب پر ضد د کامپاين مخکښ سياستوال دی
جانسن د اروپايي اتحاديې د غړيتوب پر ضد د کامپاين مخکښ سياستوال دیانځور: Reuters/P. Nicholls

خو يو شمېر کتونکي د جانسن د بريا په تړاو زيات مثبت اټکلونه نه کوي. دغه تنقيد کوونکي د هغه کار او لاس ته راوړنې تر پوښتني لاندي راولي. د بېلګي په توګه کله چي هغه د لندن ښاروال ؤ نو د عامه ترانسپورت کرايي په ډېره چټکۍ جګي سوې او د کارګرو د اتحاديو سره اوږدمهاله لانجې رامنځ ته سوې.

بينکوف وايي چي «کله چي څوک د هغه دوو دورو ته وګوري، نو بايد وويل سي چي هغه زياتي لاس ته راوړنې نه دي درلودلي.» دغه ژورنالست زياتوي: «په وروستي تاکنيز کامپاين کي هغه حتی زياتي ژمني نه وې کړي او کامپاين يې ډېر کمزوره ؤ. په تيرو څلورو کالو کي په ښاروالۍ کي يو ډول د رکود حالت حاکم ؤ. څوک کولای سي چي ووايي چي هغه د بېلګي په توګه نورو شيانو ته لکه کتابونو ليکلو ته زيات وخت درلود.»