بریتانیا په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو شمیر دوه برابره کوي
۱۳۹۱ آبان ۲, سهشنبهاعلان
د بریتانیې پوځ ویلي دي چې د نوو بې پیلوټه الوتکو په رانیولو سره غواړي چې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو شمیر دوه برابره ډیر کړي. د بریتانیې د دفاع وزارت تیره ورځ ناوخته ویلي دي چې په نزدې وخت کې پنځه رانیول شوې بې پیلوټه الوتکه به د انگلستان د واډینگټون له پوځي مقر څخه د Royal هوایي ځواک له لوري اداره کیږي.
تر اوسه پورې د رایل هوایي ځواک عملې به دغه بې پیلوټه الوتکې په متحده ایالاتوکې د نویډا له پوځي مقر څخه اداره کولې. دغه خبر چې په لومړي سر کې د گارډین ورځپاڼې له لوري خپور شوی وو ویلي دي چې بریتانوي پیلوټان به په تدریجي توگه د واډینگټون پوځي مقر ته ورستانه شي.