1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریالی ولي: د زړونو ټکور زما د سندرو انګیزه وه

میرویس جلالزی۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه

بریالی ولي د افغانستان د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی دی چې په لنډه موده کې یې د موسقي لوړي څوکې ته ځان رسولی دی. نوموړي د لوی اختر په لومړۍ ورځ له دویچه ویله سره یوه ځانګړې مرکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/16Y23
انځور: DW

دویچه ویله:  ښاغلی ولي د اختر په لومړۍ ورځ په کومو کارونو بوخت یاست؟

بریالی ولي: تر ټولو لومړی ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي وایم. د اختر په لومړۍ ورځ خو اول د قرباني اخیستلو ته ځم چې د بوختیاوو له کبله د اختر دمخه په دې کار نه وم توانیدلی. تر دې وروسته بیا د مور او پلار کور ته ځم او ورته د اختر مبارکي وایم. بیا نو د قرباني کولو وار راځي. تر قربانۍ وروسته زه مشرانو ته ورځم او ملګري مې ما ته راځي او له یو بل سره اختری کوو او میلې کوو.

دویچه ویله: د میلو خبره مو وکړه، د اختر په ورځو کې د سندریزو کنسرټونو پلانونه لرﺉ که نه؟

بریالی ولي: د اختر تر راسیدو مخکې خو ما په ډیرو تلویزیونونو او راډیوګانو کې مرکې او برنامې لرلې، خو د اختر په ورځو کې یوازې شخصي پروګرامونه لرم. زه ډیره هڅه کوم چې د اختر میلې له ملګرو سره ولمانځم نه دا چې  ډير مصروف شم. خو کله نا کله هنري ژوند راباندې ډیر بوج هم شي. په هر صورت له اختره وروسته په مسکو کې د افغان  کډوالو یوي برنامې ته ورغوښتل شوی یم. تر هغه وروسته بیا په تاشکند کې د ازبکستان هنري اونۍ ده او زه هلته ورځم. اروپا ته هم یو سفر په مخ کې لرم چې هغه به د تاشکند او مسکو له سفرونو وروسته وي.

دویچه ویله: ښاغلی ولي په وروستیو کې مو نوې سندرې جوړې کړي دي که څنګه؟

بریالی ولي : هو، په وروستیو کې مې څو سندرې کمپوز کړي دي چې ځیني یې قوالي ډوله دي او غزلیات پکې کارول شوي دي. کمپوزونه یې هم زما خپل دي چې د ملي تلویزیون په ستدیوګانو کې مې ثبت کړې دي.

دویچه ویله: په ملي تلویزیون کې خو به کومه رسمي دنده نه لرﺉ؟
 

بریالی ولي:  هو، زه په ملي تلویزیون کې یوه دنده لرم چې هغه د پښتو سندرو د ناظم په توګه ده. مخکې تر دې استاد ګل زمان دغه دنده پر غاړه لرله خو اوس هغه ناروغه ده او زه یې چارې پر مخ بیایم. که څه هم دا ډیره درنه دنده ده خو د ملګرو او همکارانو د مرستې ژمني راسره دي نو د خدای په توکل به د پښتو موسیقي له پاره تر خپلي وروستۍ سلګۍ پورې کار وکړم.

دویچه ویله: ښاغلی ولي څومره سندري لرﺉ او کومې سندرې مو تاسو د پښتو سندرغاړ په منځ کې مشهوره کړﺉ؟

بریالی ولي: زما لومړۍ سندرې زه خلکو ته ور وپیژندلم. هغه سندره دا وه:

هر  یو غم به درنه لر کم
خوشهالۍ به  در له در کړم
زه به دومره مینه درکړم
چې دنیا به شي هیرانه

دویچه ویله: تاسو د موسیقي کوم الات غږولای شئ؟

بریالی ولي: زه هارمونیه غږولای شم. او له  ګیتار سره هم یوه څه بلد یم.

دویچه ویله: ښاغلی ولي د یوه سندرغاړي په  نظر د دردمندو افغانانو د زړونو د ټکور له پاره څه په کار دي؟

بریالی ولي: واضح خبره ده چې امنیت او ورسره موسیقي. زه له افغانانو غواړم چې خپل هیواد په خپلو مټو جوړ کړي. نن آزادي لرو چې دلته سره را ټول یو او په آزاده فضا کې مرکه کوو، سندرې زمزمه کوو او موسیقي غږوو. په دې آزادي کې یوه لویه فلسفه پرته ده. افغانان باید راشي خپل وطن په خپله آباد کړي.