1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا د خبرو له پاره وخت غوښتی

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبه

د بریتانيا نوې لومړۍ وزیري د آلمان له صدراعظمې انگلا مېرکل سره په لومړيو تلیفوني خبرو کې له اروپایي ټولنې څخه د وتلو د مذاکراتو له پاره وخت غوښتی دی. خو د بهرنیو چارو د وزیر په توگه د جانسن ټاکل د پام وړ موضوع گرځیدلې.

https://p.dw.com/p/1JP1L

تریسا مې، د آلمان له صدراعظمي انگلا مېرکل او د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په لومړيو تلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې ده چې له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو د مذاکراتو د چمتووالي له پاره یو څه وخت ته اړتیا لري او د رغنده خبرو اترو د تر سره کیدو هیله يې څرگنده کړې ده.

د آلمان د حکومت ویاند شتېفن زایبرت ویلي دي چې انگلا مېرکل په دغو خبرو اترو کې د بریتانيا د حکومت نوي مشرې ته مبارکي ویلې ده. زایاته شوې ده چې دواړي مشراني پر دې خبره هم نظره وې چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوستانه اړیکي ادامه ومومي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، له مې، څخه غوښتي دي چې ژر له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو له پاره عریضي وړاندي کړي.

مې، بورس جانسن د بهرنیو چارو وزیر ټاکلی

د بریتانيا نوي لومړۍ وزیري بورس جانسن د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توگه ټاکلی دی چې له اروپایي اتحادیې څخه یې د بریتانيا د وتلو له پاره کمپاین کاوه. د بهرنیو چارو د وزیر په توگه د هغه د ټاکل کیدو اټکل چا نه وو کړی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک آیرو، د بورس جانس د ټاکلو سره تفاهم نه دی ښوولی. هغه ویلي دي چې له «اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو له پاره د کمپاین په ترڅ کې جانسن تل خپل ولس ته درواغ ویلي دي اوس هغه له دیوال سره لگیدلی دی. زه یوه داسې مخامخ لوري ته اړتیا لرم چې ورسره معامله وکولای شم، واضح، بااعتباره او د اطمنان وړ کس وي.»

په آلمان کې سوسیال دیموکرات گوند هم پر دغې گومارني نیوکه کړې ده. د دغه گوند مرستیال مشر رالف ستېگنر ویلي دي جانسن تر اوسه ځان د یوه پیاوړي دیپلومات په توگه نه دی ښکاره کړی.

د آلمان په کیل کې د اقتصادي څېړنو د انستیتوت مشر دېنس سنور، د مې په ادرس ویلي دي: «هغه څرنگه په خپله لومړۍ بیانینه کې د ملي یووالي خبره کولای شي، چې هغه سړی چې هیواد یې وویشه د بهرنیو چارو د وزیر په توگه وټاکه.»

ډیویډ ډیوس، به د بریگزټ وزارت پر مخ بیایي

د لندن پخوانی ښاروال بورس جانسن به له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د مذاکراتو له پاره اړونده کس نه وي. د بریگزټ له پاره یو بل اړوند وزارت رامنځ ته کیږي چې مشري به یې د بریتانیا د اروپایي چارو پخوانی وزیر ډیویډ ډیوس کوي. دا په داسې حال کې چې په بریتانوي رسنیو کې د بورس جانسن ټاکل مثبت ارزول شوي دي.