1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بريتانيا د اروپا له پاره ډېره مهمه ده»

دويچه ويله (dpa, afp, rtr)، نسيم صابر۱۳۹۲ فروردین ۲۴, شنبه

صدراعظمه انګلا مېرکل په ټينګار سره وايي چې بريتانيا د اروپا د پرمختګ له پاره ډېره مهمه ده. اوس میرکل د بريتانيا لومړي وزير کامرون ته په يوه کورنۍ فضا کې د مېزېبېرګ په قصر کې هر کلی ووايه.

https://p.dw.com/p/18FGj
German Chancellor Angela Merkel and Britain's Prime Minister David Cameron discuss as they stroll inside the yard of the government's guest house Schloss Meseberg, 70 km (44 miles) north of Berlin April 12, 2013. REUTERS/Fabrizio Bensch (GERMANY - Tags: POLITICS)
Angela Merkel mit David Cameron in Schloss Mesebergانځور: Reuters

انګلا مېرکل له خپل مېړه، يواخيم زاور، سره په ګډه راڅرګنده شوه. ديويد کامرون له خپلې مېرمنې، سمانتا، او خپلو درو ماشومانو سره په ګډه راغی. د آلمان د حکومت په مېلمستون او قصر کې دغسې يوه کورنۍ فضا ښایي د دواړو پياوړو هېوادونو تر منځ د نزدې اړيکو ښکارندويي کوي. دا چې بريتانويان چې اروپايي ټولنې ته لږه لېوالتيا لري، به قانع کړل شي، لا نه ده څرګنده.

ټينګه ملګرتيا

«زموږ له پاره بريتانيا په اروپا کې يو مهم او نه بېلېدونکی ملګری دی»، دغه خبره د آلمان د حکومت وياند، شتېفن زايبرت، د جمعې په ورځ په برلين کې کړې وه، مخکې له دې چې میرکل له کامرون سره وويني. نوموړي همداراز د دواړو محافظه کارو سياستوالو تر منځ ټينګ پيوستون ته اشاره وکړه. «دا اړيکي نزدې دي لکه څنګه چې زموږ ملګرتيا او همکاري له لويې بريتانيې سره نزدې ده.»

د دواړو حکومتي مشرانو د ليدنې کتنې اصلي موضوعګانې د اروپا، د ايران د اتومي تګلارې، د سوريې د وضعې او په جون کې په شمالي آيرلنډ کې د جي اته ډلې سرمشريزې ته چمتوالی نيول دي.

دغه خبرې اترې د هغې ليدنې کتنې په لړ کې تر سره کيږي چې د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې مېرکل د کامرون «چېکرس» نومې ماڼۍ ته ورغلې وه. د ماښام له ډوډۍ خوړلو وروسته ټولو په مېزېبېرک کې شپه هم تېره کړه. د شنبې په ورځ به هم له غرمې مخکې سياسي خبرې اترې تر سره شي. د دې لپاره چې کورنۍ فضا وساتل شي، به کومه مطبوعاتي غونډه نه رابلل کيږي.

د اروپايي ټولنې په سر ولس پوښتنه

د کال په پيل کې کامرون په اروپايي ټولنه کې تر ۲۰۱۷ کال پورې د بريتانيې د غړيتوب په سر د يوې ولس پوښتنې د تر سره کولو اعلان کړی و چې ډېره پاملرنه يې ځان ته اړولې وه. زايبرت اوس وويل چې د کامرون دريځ څرګند دی، خو مېرکل په ټينګار سره ويلي دي چې بريتانيا د اروپا لپاره ډېره مهمه ده.

Angela Merkel mit David Cameron in Schloss Meseberg
انځور: Reuters

د مسيحي دموکرات ګوند مرستيال، ميشايل مايستر، په بي بي سي راډيو کې ويلي دي چې آلمان هغو وړانديزونو ته سترګې په لار دی چې څنګه د بروکسل او غړيو هېوادونو تر منځ د واک انډول رامنځ ته کېدای شي.  په اروپايي ټولنه کې د خپل واک ساتنه د بريتانويانو يوه اساسي غوښتنه ده.

نظريات يو بل ته ډېر ورته دي

د اتريش د ماليې وزيرې، ماريا فېکتر، پر بريتانيې باندې د مالياتو په رسوايي کې نيوکه کړې وه، خو د آلمان حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. زايبرت وويل چې آلمان او لويه بريتانيا په مالياتي چارو کې د درغليو په وړاندې په مبارزه کې ګډې موخې لري. د آلمان د ماليې د وزير، ولفګانګ شويبله يوې وياندې هم ويلي دي چې «موږ اوږه په اوږه په دې برخه کې کار کوو.»

فېکتر د پنجشنبې په ورځ د بېلابېلو مرکو په ترڅ کې په بريتانيې باندې تور لګولی و، چې د خپل نفوذ په داسې سيمو لکه جبل طارق او کايمان ټاپوګانو کې يې د پيسو له مينځلو او مالياتي درغليو څخه سترګې پټې کړې دي. اتريشې وزيرې زياته کړې ده چې دغه ډول «د خوسا اوبو ډنډونه بايد وچ کړای شي.»