1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانوی مارشال: په افغانستان کي د سولي له پاره پاکستان ډير اهميت لري

۱۳۸۷ بهمن ۱۳, یکشنبه

د بريتانيا د پوځ مشر، سنډې تايمز اونيزي ته په مرکه کي ويلي دي: سوله افغانستان ته هغه وخت راتلای سي چي پاکستان د خپلي پولي په خوا کي اورپکي له مينځه يوسي،چي د متحده ايالاتو هوايي حملې مرسته نه سي کولای.

https://p.dw.com/p/Gl2G
د لويي بريتانيې بيرغ
د لويي بريتانيې بيرغ

هوايي مارشال، سر جاک ستيرپ وويل،سياست، هغه هم د اوږدې مودې په مخ، کولای سي چي د پولي په دواړو خواوو کي سوله رامينځ ته کړي. هغه دا هم وويل چي د جمهور رييس حامد کرزي د حکومت کمزورتيا د بريتانوي سرتيرو له پاره چي د افغانستان په جنوب کي له طالب جنګياليو سره په خونړيو نښتو کي وخت په وخت لاس او ګريوان کيږي، ستونزي پيدا کړي دي.

د بريتانيا لوی درستيز، ستيرپ، سنډې تايمز يادونه وکړه:« په افغانستان کي د حکومتوالی کمزورتيا زه سخت اندېښمن کړی يم. خو حکومتوالی يوازي دا نه ده چي په کابل کي وليدل سي، څه تيريږي، بلکي موږ په دې اړه بايد يو پراخ انځور مخه ته ونيسو.»

هغه وويل:« د طالبانو غورځنګ د پولي په دواړو خواوو کي شته والی لري، او د طالبانو کلمه اوس ټولو هغو ایديالوژيکي، جنايت کونکو خلکو ته چي قبايلي تړاو لري اطلاق کيږي، چي توپک يې غاړي ته اچولی ترڅو د خپل دسترخوان پر سر يو مړی ډودی ولري.»

نوموړي بريتانوي مارشال یادونه وکړه:« د پولي په دواړو خواوو کي توپير نه شته. ځيني له پولي تيريږي او راتيريږي او ځيني په پاکستان کي ديره دي. او ځيني په افغانستان کي . »

د بريتانيا لوی درستيز ستيرپ، سنډې تايمز ته په خپله مرکه کي زیاتوی:«ناممکنه ده چي د دواړو خواوو ترمينځ توپير وشي، او زما په نظر ضرور هم نه دی چي وشي. دغه پوله بې مانا ده.»

مارشال ستيرپ د پاکستان د پوځ له ستونزو سره چي ورسره مخامخ دی، خواخوږي ښيي او اعتراف کوي چي د هغه برياليتوب ډير محدود دی. هغه وويل:« د پاکستان پوځ یو لړ د پام وړ ستونزي لري. هغه ميندلې ده چي د هغه د پولو په دننه کي د بغاوتونو د لمن له پراخيدوسره، د پاکستان د بقا له پاره ستونزي پيدا کوي.» مارشال ستيرپ وويل:« د پاکستان د پوځ لوی درستيز، جنرال اشفق کياني، د دغي ننګوني په کچه باندي په پوره توګه پوهيږي.»

هغه وويل،لکه په افغانستان کي، په پاکستان کي هم، يوازي د پوځ له لاري بغاوت ته خاتمه ورکول کيدای نه سي، دا د اوږدې مودې سياست پوري تړاو لري.

د بريتانيا لوی درستيز وويل:« د اسلام آباد له پاره ډيره مهمه ده، چي په دې برخه کي کار پيل کړي چي د عامه خلکو دا احساس بدل سي، هغه دا چي که چيري لويديځ ځواکونه په افغانستان کي نه وای، ايا وضعه به دلته ښه وای».

مارشال ستیرپ د پاکستان پر خاوره باندي د امريکايي توغندی بريدونو ته په اشارې سره وويل:« په دې اړه غل چکي او پټي حملې مرسته کولای نه شي.»