1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بروکسل کې د اقليم او نوې کېدونکې انرژۍ په اړه خبرې او د برلين بيانيه

۱۳۸۵ اسفند ۱۸, جمعه

د اروپايي ټولنې د شورا مشره انگل مېرکل ښه پوهېدله چې دغه موضوع ډېره کړکيچنه ده. هغې په بروکسل کې د نوموړې ټولنې د غونډې دپاره د اقليم د ساتنې موضوع په اجنډا کې راوستلې وه او دې مسالې ته ډېر اهميت ورکوي

https://p.dw.com/p/DKJb
د مېرکل وړانديز چې د نوې کېدونکې انرژۍ ونډه دې له شپږ نيمو فيصدو څخه شل په سلو کې برخو ته لوړه شي ناندرې راپورته کړې وې
د مېرکل وړانديز چې د نوې کېدونکې انرژۍ ونډه دې له شپږ نيمو فيصدو څخه شل په سلو کې برخو ته لوړه شي ناندرې راپورته کړې وېانځور: AP

«زموږ په عقيده د اروپا دغه رول اړين دی او غړي هېوداونه يې هم دغه غواړي، موږ بايد حتی نور ملگري له اروپا څخه بهر دې ته وهڅوو چې دغسې ورته گامونه اوچت کړي.«

د مېرکل هغه وړانديز چې د نوې کېدونکې انرژۍ ونډه دې له دا مهال شپږ نيمو فيصدو څخه شل په سلو کې برخو ته لوړه شي ناندرې راپورته کړې وې. په تېره بيا فرانسه، چې په اروپايي ټولنې کې د اتومي انرژۍ تر ټولو ستر توليد کونکی هېواد دی، مخالفت څرگند کړی و. د فرانسې د جمهور رئيس ژاک شيراک شرط دا و چې اتومي انرژي دې اقليم ته د نه زيان اړونکو انرژيو په فهرست کې راوستله شي. نورو هېوادونو هم دا خبره کوله چې اوسنۍ و‍ضع دې وڅېړل او په نظر کې ونيول شي. د لوکسمبورگ لومړي وزير ژن کلود يونکر له پولو څخه ها پلو هم د همکارۍ د پيل کولو غږ کاوه.

«لوکسمبورگ د نورو گاونډيو هېوادونو په نسبت چې خپلې بادي بټۍ يې په سمندرونو کې لگولي دي، د بادي انرژۍ په برخه کې هومره څه نه شي کولای، . که موږ له بلژيک او هالنډ سره يو ځای کار پيل کړو، او ا‍ضافه انرژي د لوکسمبروگ ونډه وگڼل شي به دغه کار د اروپا په کچه د حل يوه لاره وي.«

انگلا مېرکل غواړي چې نن د غرمې په موده کې د وروستي پرېکړه ليک دپاره عملي وړانديزونه وکړي. تر هغې پورې لا ډېر بحثونه صورت نيسي. مېرکل يو ځل بيا ټينگار وکړ:

«دغه هڅه چې غواړو شل په سلو کې نوې کېدونکې انرژۍ ته ورسېږو په دې باندې هم مهمه ده ځکه چې دغسې ورته انرژي يو نوښت گڼل کېږي، موږ يوه نوې لاره تعقيبوو، چې په دې لړ کې له علمي او تخنيکي پرمختگونو څخه گټه پورته کوو، دا کار ډېر مهم دی تر څو چې موږ په راتلونکي کې هم د دې ټکنالوجيو صادرکونکې ټولنه وبلل شو.«

د ماښام د ډوډۍ د خوړلو په ترڅ کې يوه بله کړکيچنه موضوع مطرح شوله. د برلين د بيانيې په نامه د روم د تړونونو د پنځوسمې کليزې په وياړ ارزيابي. دغه بيانيه د اروپايي ټولنې هغه برياوې ستايي چې په تېرو څو لسيزو کې لاس ته راوړل شوي دي. دغه بيانيه به د مارچ په 25 مه نېټه ولوستل شي، خو متن يې لا نه دی څرگند. دا چې اروپايي ټولنه به په راتلونکي کې کومه لاره غوره کوي، په دې اړه تر اوسه پورې معلومات نشته، د يو گډ اساسي قانون رامنځ ته کول د مثال په ډول د فرانسې او هالنډ د مخالفت له امله نه دي تر سره شوي.