1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بروکسل له اروپا څخه د مهاجرو پر اخراج ټينگار کوي

۱۳۹۵ اسفند ۱۳, جمعه

د هغو مهاجرو له ډلي څخه چي د اخراج سند ورکړل سوی، يووازي يو پر دريمه برخه ئې له اروپا څخه وځي. د اروپايي ټولني کمېسيون دغه شمېر ډېر لږ بللی او پر سختو اقداماتو ټينگار کوي.

https://p.dw.com/p/2YaMC
Belgien EU-Kommission PK Dimitris Avramopoulos
انځور: Reuters/Y. Herman

د اروپايي ټولني کمېسيون د خپلو غړو هيوادونو له چارواکو څخه غواړي چي پر رد سوو مهاجرو دې د اروپايي ټولني قوانين عملي کړي. د دغي اتحاديې د کورنيو چارو مسئول ديميتريس اوراموپولوس، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي وويل: «بيرته ستنول بايد تر دې ښه وي.»

د اروپايي ټولني کمېسيون توصيه کړې ده چي هغه پناه غوښتونکي چي همکاري نه کوي، لومړی بايد شپږ مياشتي په بند کي وي او د اړتيا په وخت کي دي يې بند تر ۱۸مياشتو پوري وغځول سي.

دوی ويلي دي چي هغه مهاجر به بندي کيږي چي د گوټي نښې له ثبتولو څخه ډډه کوي، د هويت اسناد نه ښيي او يا جعلي اسناد وړاندي کوي.

د دغه کمېسيون په خبره هغو اروپايي هيوادونو چي قانوني سن ته د نه رسېدولو مهاجرو نيول او اخراج یې منع کړي دي، غير گټور کار کوي، ځکه «دغه شان ممانعتونه د دې سبب کرځي چي کم سنه مهاجر له خطرناکو لارو اروپا ته مخه کړي».

د اروپايي ټولني کمېسیون د اټکلونو له مخي په تيرو دوو کلونو کي د دغي ټولني په غړو هيوادونو کي نژدې ۲،۶ ميليونه مهاجرو د پناه غوښتنه کړې او د دوی تر يو ميليون څخه زيات به يې څه مخکي څه وروسته د اخراج سند ترلاسه کړي. دغه ټولنه غواړي چي په روان مېلادي کال کي د مهاجرو د بيرته ستنولو او په خپلو هيوادونو کي د هغوی د بيرته ځای پر ځای کولو له پاره ۲۰۰ ميليونه یورو ځانگړي کړي.

د اروپايي ټولني کمېسيون بې له دې چي د کوم هيواد نوم واخلي، ويلي دي چي د مهاجرو په برخه کي کړه وړه د دوی د غړو هيوادونو ترمنځ توپير لري.

د مهاجرو د ويش په اړه د بروکسل گواښ

د اروپايي ټولني د کمیسیون د کورنيو چارو مسئول ديميتريس اوراموپولوس، دغه راز اعلان کړی دئ چي هغه هيوادونه به چي له يونان او ايټاليا څخه ئې مهاجر نه دي منلي مجازات سي.

هغه زياته کړه: «که د اروپايي ټولني غړي هيوادونه په راتلونکو څو مياشتو کي و نه توانيږي چي په دې لار کي خپلي هلي ځلي گړندۍ کړي او موږ تر سپتمبر مياشتي پوري و نه توانيږو چي سمي پايلي په لاس راوړو، نو دغه کمېسيون به ډر ژر له خپل هغه صلاحيته چي په قرارداد کي تسجيل سوی، کار واخلي.»

د اروپايي ټولني کمېسيون هغه مهال کولای سي چي د خپلو غړو هیوادونو پر وړاندي اقدام وکړي چي هغوی د اروپا قانون نقض کړی وي. له دې سره به نو هغه هيواد چي قانون ئې نقض کړی وي نغدي جریمه بايد ورکړي.

د اروپايي ټولني غړي هيوادونه په ۲۰۱۵م کال کي توافق ته ورسېدل چي د ۲۰۱۷م کال تر سپتمبر مياشتي پوري به له ايټاليا او يونان سره د مهاجرو په ويش کي ونډه اخلي. د اروپايي ټولني کمېسيون د معلوماتو له مخي اوس هم باید ۵۳۵۰۰ مهاجر له يونان او نژدې ۳۱ زره له ايټاليا څخه پر نورو غړو هيوادونو باندي ووېشل سي. اوراموپولوس ټينگار کړی دئ چي «تر سپتمبر مياشتي پوري له ايټاليا او يونان څخه د ټولو مهاجرو وېش ناممکن دئ.»

جرمني د سږ کال د فبروري مياشتي تر ۲۷ نېټې پوري له يونان او ايټاليا څخه ۱۴۴۲مهاجر منلي دي. جرمني ويلي دي چي له دغو دوو هيوادونو څخه به ۶۲۵۰ مهاجر ومني.