برما: په هره بيه قدرت ساتل
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۳, دوشنبهدا چی په دغه هيواد کی ټوپان راغلی دی، له سلو زرو څخه زیات انسانان وژل شوی او د يو ملیون انسانانو څخه زيات بی کوره شوی او هيواد د نرګس په نامه د باد او توپان د فاجعی له امله د داسی کړاونو سره مخامخ دی چی راتلونکی عواقب يی لاتر اوسه هم سړی نشی اټکلولی او په داسی يو ه بيړنۍ حالت کی دا به بيخی يوه طبيعی خبره وای چی په دغه هيواد کی د يوه نوی اساسی قانو ن په هکله ولس پوښتنه بايده دی چی د راتلونکی وخت د پاره ځنډول شوی وای.
داغوښتنه نړيوالو د برما له حکومته څخه کړی خو بيا هم د برما پوځی واکدارانو د نړيوالو دغه غوښتنه نده منلی او پرون په دغه هيواد کی د يوه نوی اساسی قانون د مسودی په هکله ولس پوښتنۍ شوی دی.
خو مخکی د مخه چی د دغه ولس بوشتنۍ نتيجه اعلام شوی وی ، دبرما دپوځی حکومت مخالفو سیاسی ډلو اعلام کړی چی د يوه نوۍ اساسی قانون د مسودی په اړه د پرون ورځۍ ولس تش په نامه ولس پوښتنی دی، پکی زیاتی درغلۍ شوی او د دوی د پاره هيڅ د منلو وړ نشی بلل کيدلای.