برما: د دې بيره موجوده ده ،چه تر ۱۵۰۰۰ پوري انسانان به مړه وي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۷, سهشنبهخو تر اوسه پوري په دولتي رسنيو کښي د ۴۰۰۰قربانيانو ، او تر ۳۰۰۰ پوري د ورکو کسانو څخه خبري کيدې .
د ټولي خرابۍ حجم ، د رسيدلو تاوانونو اندازه او د قربانيانو قاطع شمير لا تر اوسه پوري معلوم ندی .
د رنګون سره تليفوني روابط قطع دي . هغه عيني شاهدانو چه د استرليايي ټلويزيونو سره يې مرکې کړي دي ، ويلي دي چي هلته ډير خراب حالت رامنځته سوی دی:
تر ټولو خراب حالت سهار وختي رامنځته سو . زما د هوټل بام د یوه ډیر لوړ ږغ سره باد یووړۍ، ديوالي غټي لوحې راولويدې ، ونی چپه سوې، چه په هغه کي سل کلني غټي وني هم وې . خلګ دلته وايي چه دوی داسي يوه فاجعه تر اوسه پوري نه وه ليدلي . »
نړيواله مرستندويه سازمانونه تخمين کوي چه په برما کښي به تر ۲ مليونو پوري انسانان بې کوره سوي وي . د ملګرو ملتو څخه د آفاتونو سره د مرستي د سازمان څخه ريچارد هورسای وايي چه بايد په سلهاوو زرو کسانو ته پاکي اوبه ، دوا او غذايي مواد ورورسيږي .
د برما پوځي حکومت اوس پدې ترځ کښي د بين امللي مرستي غوښتنه کړيده . او ډيرو هيوادو هم د خپلي مرستي وعده ورکړيده . اروپايي ټولني دوه مليونه ايرو په اختيار کي ورکړيدي ، او جرمني ۵۰۰۰۰۰ ايرو.
د برما کارپوه ليري جاجان په يوه ټلويزيوني مرکه کي ويلي دي ، چه که د هغه ځای د خلګو سره ژر مرسته ونسي ، نوکيدای سي چي خلګ د نظامي حکومت دپاره خطر رامنځته کي .
«همدااوس هم غذايي مواد کمبود دي . مثلآ د هګيو قيمت ۱۰۰۰ چنده لوړ سوی دی . ډير ژر به د وريجو کمبودي رامنځته سي ، او هغه ته بايد حکومت ډيره ژر پاملرنه وکي . حکومت ښه پوهيږي چه که دوی دغه مشکل ژر حل نکي ، نو بيا د حکومت پر ضد مظاهرې او احتجاجونه د امکان څخه ليري ندي ، خصوصآ د تير کال د سپټامبر تر پيښو وروسته . » د برما څخه مهاجري ټولني پر پوځي حکومت باندي تور لګوي ، چه په پوره اندازه باندي کومک نه کوي ، او د نړيوالو مرستندويه ټولنو کار د ويزې د قيوداتو له کبله د خنډونو سره مخامخ کوي . د بر ما د جلاوطنه حکومت مشر ساين ون وايي چي د آفت څخه د ژوندی پاته سوو قربانيانو دپاره وخت کم دی . دی وايي چي د هغه سيمي څخه چه طوفان تير سوی دی ، هلته پاکي اوبه ، دوا او غذايي مواد کمبود دي .