1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين په سوريه کي د ناټو له پوځي مداخلې سره مخالفت ښوولی

۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه
https://p.dw.com/p/17Dn0

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستروېله په سوريه کي د ناټو له نظامي مداخلې سره خپل مخالفت ښوولی دی. د ه د Die Welt ورځپاڼي ته د جمعې په ورځ ویلي دي چي «زه له هغو اوازو سره سخت مخالف یم، چي ناټو دي په سوريه کي نظامي مداخله وکړي.» ويستروېله دغه راز زياته کړه. «له دغه ډول مداخلې پرته هم د جمهور رئيس بشارالاسد رژیم د ړنگېدو په حال کي دی. دا موږ او ټولو سوريایانو ته دا امیدواري ورکوي چي د اسد وخت نور پای ته رسیدلی دی او د ملي ائتلاف تر رهبری لاندي به د یوه نوي پیل امکانات برابر سي».